د مسکو او کیېف ترمنځ د بندیانو تبادله؛ روسېې د اوکرایین لسګونه ښځینه بندیانې خوشې کړې

روسیې ۱۰۸ اوکرایینۍ ښځې چې د جنګي اسیرانو په توګه یې نیولې وې، اوکرایین کې له خپلو ۱۱۰ بنديانو سره تبادله کړې.

د رپوټونو له مخې د مسکو لخوا له تبادله شویو ښځو ۳۷ تېره می میاشت د ماریوپول ښار د پولادو ازوفستال کارخونې د کلابندۍ پر مهال نیول شوې وې.

د کیېف لخوا ډېری خوشي شوي روسان بیا د سوداګریزو بېړیو ماڼوګان بلل شوي چې د اوکرایین لخوا نیول شوي وو.

په دوی کې همدا راز د اوکرایین ختیځ دونباس سیمې کې د روسیې له ملاتړه د برخمنو بېلتون پالو وسله والو غړي هم شامل دي.

روسیې لخوا د خوشې شویو اوکراییني ښځو دغه تصویرونه خپاره شوي چې په یوه نامالوم ځای کې بسونو ته خېږي.

دوی نږدې ماښام مهال د زاپوریژیا ښار سویل کې د اوکرایین د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې خاورې ته ورسېدې.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د دفتر رییس "اندري یېرماک" د خواله رسنیو یوه پوست کې منلې چې ۱۰۸ اوکرایینۍ جنګي اسیرانې خوشې شوې دي.

هغه لیکلي دا لومړی ځل دی چې د دوی اړخ ته ټولې ښځینه بندیانې ورخوشې کېږي.

ښاغلي یېرماک زیاته کړې چې په دغو بندیانو کې داسې لوڼې او میندې هم شته چې یو ځای سره بند کې ساتل کېدې.

د اوکرایین ختیځ کې ډونېڅک سیمې لپاره د روسیې له ملاتړه برخمن مشر دېنیس پوشیلین هم د بندیانو دا تبادله تایید کړې.

هغه ویلي دوو اوکراییني بندیانو روسیه کې د پاتېدو پرېکړه کړې ده.

خو کیېف تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د ښاغلي پوشیلین په وینا د اوکرایین لخوا خوشې شویو کسانو کې ۸۰ ماڼوګان او ۳۰ نور نظامیان دي.