تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه: د ازوفستال کارخانې نږدې ۱۰۰۰ سرتېري تسلیم شوي
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې تر اوسه د اوکرایین سویل کې د پولادو له ازوفستال فابریکې نږدې زر اوکراییني سرتېري ورته تسلیم شوي دي.
دا وزارت وايي له دې ډلې ۶۹۴ کسان یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې تسلیم شوي.
له ازوفستال ایستل کېدونکي اوکراییني سرتېري د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته لېږدول کېږي.
د اوکرایین چارواکو له دې فابریکې د تازه ایستل شویو سرتېرو شمېر لا نه دی شریک کړی.
اوکرایيني چارواکي وايي دغه سرتېري به له روسي بندیانو سره تبادله شي.
خو تازه د اوکرایین ختیځ کې د روسیې له ملاتړه د برخمنو وسله وال یوه مشر ويلي چې ازوفستال کارخونه کې د تسلیم شويو اوکراییني جنکیالیو برخلیک به محاکمه ټاکي.
د روسیې تاس خبري اژانس دونېڅک سیمه کې د بېلتونپالو د مشر 'دېنیز پوشیلین' له خولې لیکلي: "هر مخالف چې خپله وسله پر ځمکه اېښې، محکمه به یې د راتلونکې پرېکړه کوي."
هغه زیاته کړې د دغو سرتېرو عمومي قوماندان لا دې دې فابریکه کې دی او نه دی تسلیم شوی.
روسي څارنوالان هم وايي له دغو سرتېرو به د هغه څه په تړاو چې مسکو یې "دونباس کې د ملکیانو خلاف د اوکرایین د رژیم جنایتونه" بولي څېړنه وشي.
له دې وړاندې د اوکرایین د دفاع مرستیال وزېرې هنا مالیار ویلي و چې کیېف د ماریوپول د پولادو ازوفستال کارخونه کې د خپلو پاتې سرتېرو ژغورلو لپاره هر "ممکن او غېرممکن" کار کوي.
هغې زیاته کړې وه چې دوی ته هلته د خپلو پاتې سرتېرو شمېر ور مالوم دی خو دا مالومات "حساس" دي.
دغو سرتېرو له دوو میاشتو ډېر وخت په داسې حال کې د پولادو د دې فابریکې ځمکتل کې له تونلونو مقاومت ته دوام ورکړ چې نور ټول ماریوپول د روسي ځواکونو لخوا نیول شوی.
دې اوکرایینۍ چارواکې خپل دا سرتېري اتلان بللي.
تازه د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي هم دغو اوکراییني جنګیالیو ته د اتلانو خطاب کړی.
له دوی سره هلته له جګړې یو شمېر تښتېدلو ملکي خلکو هم پناه اخیستې وه چې هغوی څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب په همکارۍ و ایستل شول.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي له دغو اوکراییني سرتېرو سره به د اړوندو نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلن وشي.
دا په داسې حال کې ده چې روسي قانون جوړوونکو د سې شنبې پر ورځ داسې پلان رامخ ته کړ چې له مخې یې د ازوف ډلګي جنګیالي "نازي مجرمان" اعلان او باید اوکرایین سره د بندیانو د تبادلې برخه ونه اوسي.
د روسي ځواکونو مرګژوبله
اوکراییني چارواکي ادعا کوي چې د یرغل له پیل راهیسې اوکرایین کې زرګونه روسي سرتیري وژل شوي.
تازه د اوکرایین د وسله وال پوځ لوی درستیز پر خپل فیسبوک ادعا کړې چې جګړه کې تر دې دمه ۲۸ زره ۳۰۰ روسي سرتېري وژل شوي دي.
هغه یوازې تېره ورځ د شاوخوا ۴۰۰ روسي پوځيانو د وژل کېدو ویلي.
د اوکرایین دغه پوځي چارواکي همدا راز دې جګړه کې تر اوسه د ۱۲۵۱ روسي ټانکونو، څه باندې ۳۰۰۰ زغره والو ګاډو او ۲۰۰ الوتکو، ۱۶۷ چورلکو، ۴۴۱ بې پیلوټه الوتکو او نورو جنګي وسایلو د لمنځه تللو ادعا کړې.
روسي پوځیانو ته د اوښتې مرګژوبله او زیانونو دا ادعا په خپلواک ډول نشي تائیدېدلی.