اوکراييني چارواکي: پوځ مو په خارکیف کې د روسیې پولې ته رسېدلی

له اوکرايينه رپوټونه وايي چې د دغه هېواد ځواکونه د خارکیف ښار په جګړه کې د روسیې پولې ته رسېدلي دي. د اوکرايين دفاع وزارت یوه ویډيو خپره کړې چې پکې ښکاري د یوې ځمکنۍ لوا ځينې سرتیري یې په یوه نامالوم ځای کې د پولې په اوږدو کې ولاړ دي.

د خارکیف والي اولې سینګابوف ویلي، "موږ پر خپلو سرتېرو ویاړو چې د پولې نښه یې پخپلو دولتي حدودو باندې بېرته ځای پر ځای کړه".

ښاغلي سینګابوف همدا راز ویلي، "موږ له هغو ټولو مننه کوو چې له روسیې د خپلواکۍ اخیستلو لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړ".

د جګړې د مطالعې یوه فکري بنسټ د رپوټ له مخې روسیې له نېول شویو دونیڅک، لوهانسک او خارکيف سیمو خپل پوځي ټولي بېرته ورټول او اکمال کړي دي چې، "روسیې سره د شته زېرمو د کمښت او نشتوالي ښکارندويي کوي".

اوکراييني ځواکونو په دې وروستیو کې د دغه هېواد د شمال ختیځ سیمې بېرته له روسانو نېولې دي.

روسي پوځیان اوس د اوکرايين په جنوب دونباس کې پر جګړې بوخت دي.

ینس سټولتنبرګ: اوکرايين جګړه ګټلی شي، د روسیې پلان کار نه ورکوي

اوکراييني چارواکي‌ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ ویلي، اوکرايين له روسیې جګړه ګټلې شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ ویلي، اوکرايين د روسیې پر ضد جګړه ګټلی شي ځکه چې په خبره یې، د روسیې د یرغل پلان کار نه ورکوي. ښاغلي سټولتنبرګ همدا راز زیاته کړې چې د برتانیا پوځ له لوري د یوې شوې ارزونې له مخې، د اوکرايين په ختيځ دونباس کې د روسیې بریدونه په ټپه درېدلي دي.

د ناټو سرمنشي، ینس سټولتنبرګ وايي، "دوی د کيېف په نیولو کې ناکام شول، د خرکيېف له څنډو بېرته په ستنېدو دي، په دونباس کې د دوی لوی بریدونه په ټپه درېدلي دي. روسیه خپلو ستراتيژيکو موخو ته نشي رسېدلی".‌

د برتانیا پوځ هم منلې چې په ختيځ دونباس کې روسي ځواکونه له خپل زور او قوته لوېدلي دي او اټکل کوي چې له تېرې فبرورۍ میاشتې یاني پر اوکرايين له برید راهیسې روسیې خپل درېيمه برخه ځمکنۍ پوځ له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې د اوکرايين د ولسمشر سلاکار میخایلو پودالیاک ویلي چې اوکرايين د دغه کال تر پایه پورې روسیه ماتولی شي خو په خبره یې، له لویديځه درنو وسلو او د روسیې "پر تېلو کلکو بندیزونو" ته اړتیا ده.

د ناټو سرمنشي همدا راز ویلي چې روسیه نشي کولای چې سویډن او فنلنډ د ناټو غړيتوب اخېستلو نه بې برخې کړي. دی وايي، دا د فنلنډ او سویډن په پرېکړې پورې اړه لري او بل هېڅ هېواد یې د وېټو حق نه لري.

د ښاغلي‌ سټولتنبرګ دا څرګندونې د روسي ولسمشر هغو خبرو ته غبرګون ښکاري چې وړمه ورځ‌ یې فنلنډ ته خبرداری ورکړی و چې ناټو کې غړیتوب به یې "تېروتنه" وي.

د فنلنډ او سویډن غبرګون:

د فنلنډ ولسمشر ساولي نینيستو او د سویډن لومړۍ وزیرې مګدالینا انډرسن ویلي چې د ناټو غړیتوب اخیستلو لپاره به په رسمي ډول دغه پوځي ایتلاف ته خپله غوښتنه وسپاري.

د فنلنډ‌ ولسمشر پرون یکشنبه هېلسینګي کې رسینو ته وویل "مهمه ده په یاد ولرو چې د ناټو غړیتوب د فنلنډ‌ جغرافیه نه بدلوي،‌‌‌‌ او فنلنډ‌ به بیا هم روسیې سره اوږده ځمکنۍ او سمندري پوله ولري.

هغه همدا راز روسیې سره د ښو اړیکو د دوام پر اهمیت هم ټينګار کړی او د ناروې بېلګه یې یاده کړې چې د روسیې ګاونډۍ او د ناټو غړې ده.

د سويډن لومړۍ وزیرې مګډالینا انډرسن ویلي، د ناټو د غړیتوب لپاره د دوی د هېواد پرېکړه "د روسیې پر ضد نه ده" بلکې د سویډن په ګټه ده.

هغې مخکې ویلي وو چې په ناټو کې د شاملېدو پرېکړه به د سویډن سره مرسته وکړي چې لا ډېر خوندي او د امنیت په برخه کې لا ډېره مرسته وکړي.

فنلنډ هم د اوکرايين په څېر د روسیې ګاونډی دی او شاوخوا ۱۳۰۰ کلیومتره ګډه پوله ورسره لري.

د ناټو د سرمنشي له څرګندونو سره هممهاله دغه سازمان خبر ورکړی چې د نن ورځې تر پایه به دغه پوځي اتحاد د بالټيک په تاریخ کې تر ټولو لوی پوځي تمرینونه ترسره کړي.

دغه تمرینونه به استونیا کې راروانې دوه اوونۍ روان وي او د برتانیا، امریکا، فنلنډ او سویډن شاوخوا ۱۵ زره سرتیري به برخه پکې اخلي.