روسیه: د بندیانو تبادله تر وخت مخکې خبره ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا به له وخته مخکې وي چې د تسلیم شویو اوکراييني سرتېرو تر "مناسبې محاکمې" وړاندې دې له کېيف سره د بندیانو پر تبادلې خبرې وشي.

د روسیې خبري اژانس انټرفېکس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندرې رودینکو ویلي، مسکو به تر هغه وروسته له کېیف سره د زندانیانو پر تبادلې غور وکړي چې تسلیم شوي اوکراييني جنګیالي په "مناسب ډول محاکمه شي".

د ده په وینا، "تر دې واړندې د زندانیانو تبادله تر وخت مخکې خبره ده".

د دغه روسي چارواکي خبرې د بندیانو د تبادلې په اړه د اوکرايين ولسمشر څرګندونو ته غبرګون ښکاري.

ولادیمير زېلينسکي تېره دوشنبې ویلي وو، کېیف د بندیانو تبادلې ته چمتو دی او له خپلو نړېوالو متحدانو یې غوښتي وو چې د دې لپاره پر روسیې فشار ډېر کړي.

د یادولو ده چې په ماریوپول کې د فولادو کارخونه کې تر کلابندۍ وروسته سلګونه اوکراييني ځواکونه تېره اوونۍ د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته ولېږدول شول چې تر اوسه یې برخلیک نه دی مالوم.

د اوکرايين په جګړه کې دغه دواړه ښکېل هېوادونه داسې مهال د یوه بل غوښتنو ته شرطونه ږدي چې له کبله یې نړۍ د غلې دانې له کمښت سره مخ ده.

بریتانیا: روسیه باید "سم کارونه وکړي"

د بریتانیا د دفاع وزیر بېن والېس د هغو هېوادونو غږ بدرګه کړی چې له روسیې غواړي، له اوکرايينه دې د غلې صادراتو ته اجازه ورکړل شي. خو ده د روسیې دا شرط رد کړې چې د دې لپاره باید پرې لګول شوي بندیزونه لېرې شي.

ښاغلي والېس ویلي، دا به له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د غلې د کمښت له کبله له لوږې سره مخ کېدونکي دي.

والېس دا خبرې په ماډریډ کې د هسپانیا دفاع وزیر مارګریتا روبلز سره د خبرو پر مهال کړې دي او ویلي یې دي چې روسه باید "سم کارونه وکړي".

روسیې ویلي که د اوکرايين یرغل له امله پر دوی د لویدیځو هېوادونو لخوا لګېدلي بندیزو لېرې شي، نو دوی به د اوکرایین له بندرونو د خوراکي توکو صادراتو ته اجازه ورکړي.

اوکرایین د غلې یو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی خو پر بندرونو یې د روسیې ولکې له امله بهر ته صادرات نه شي کولی.

اروپايي ټولنې پر روسیې تور لګولی چې له غلې دانې د وسلې په توګه کار اخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندرې روډېنکو ویلي: "روسیه چمتو ده چې د یوه بشري دهلېز له لارې له خوراکي توکو بار بېړیو ته له اوکرایینه د وتو اجازه ورکړي."

روسیې د دې کار لپاره شرط ټاکلی چې لویدیځ هېوادونه دې پر دوی لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

بل اړخ ته بریتانیا هم خبرداری ورکړی که جوړجاړی ونه شي نو ښايي د خوراکي توکو بیې نشورې هم لوړې شي چې په ګڼو هېوادونو کې کولی شي انفلاسیون یا د پیسو پړسوب ته لار هواره کړي.

جګړه کوم حالت کې ده؟

له تېرو څو ورځو راهیسې د اوکرایین ختیځ ښارونو کې جګړه توده ده.

روسي پوځیانو په لېمن، سېورودنیڅک او لېشچانسک ښارونو کې تازه بریدونه پیل کړي.

اوکرایین ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ختیځو ښارونو کې د روسي پوځیانو ۹ جلا بریدونه په شا تمبولي. روسيې هم د ځمکنیو پوځیانو ملاتړ لپاره د هوايي ځواک کارول زیات کړي.

روسي ځواکونه دمګړۍ د لېشچانسک او سېورودنیڅک ښارونو د ولکه کولو هڅه کوي.

د لوهانسک ایالت والي سېرهې هیادايي وايي سېورودنیڅک ښار د پرله پسې بریدونو له امله ویجاړ شوی.

دی زیاتوي: "ښار شېبه په شېبه د ویجاړېدو حالت سره مخ دی. دوی د هوايي ځواک په مرسته د ښار په هر ځای کې بمي بریدونه کوي. ښار کې حالت ډېر خراب دی او راتلونکې څو ورځې مهمې دي."

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي یو وار بیا پر لویدیځ غږ کړی چې هېواد سره دې یې پوځي مرسته نوره هم زیاته شي. ده ویلي چې لویدیځ هېوادونه پر وسلو او نورې مرستې سره یوه خوله نه دي.

ښاغلي زېلېنسکي ویلي:

"پر وسلو د یووالي خبره کوم. ایا عمل کې د ټولو اروپايي هېوادونو دریځ یو دی؟ زه خو یې نه وینم."

جرمني چې د اروپايۍ ټولنې تر ټولو لوی صنعتي هېواد دی اوکرایین ته د درنو وسلو او نورو نظامي مهماتو په مرسته کې پاتې راغلی.