د اوکرايين ولسمشر: پر روسیې دې تر ټولو ډېر بندیزونه ولګول شي

د اوکرايين ولسمشر ولاديمیر زېلينسکي ویلي، پر روسیې تر اوسه هغومره بندیزونه نه دي لګول شوي چې په کار ده او باید تر ټولو ډېر بندیزونه پرې ولګول شي.

ښاغلي زېلينسکي نن [دوشنبه] لږ مخکې نړېوال اقتصادي فورم ته په خبرو کې وویل، د ده په باور باید د روسیې پر تېلو په بشپړ ډول بندیز ولګول شي، له نړېوال بانکي سيسټم ټول روسي بانکونه وغورځول شي او له دغه هېواد سره سوداګري بنده شي.

دغه اوکراييني ولسمشر همدا راز زیاته کړه چې همدا به اوکرايينیانو سره د خواخوږۍ څرګندول وي چې ډاډه شي د یوه شرکت پیسې د روسیې "خونړۍ ګټې" نه خوندي کوي.

"موږ غواړو نړۍ ته یو مثال جوړو کړو چې که یو څوک د یوه ګاونډي د بربادۍ هڅه کوي"، پایله به یې څه وي.

د ښاغلي‌ زېلينسکي په خبره، اوکرايين په تېرو څو میاشتو کې مثال جوړ کړی چې ښکاروي، يو هېواد د خپلې ازادۍ لپاره په جګړه کې څومره مخکې تلای شي.

ولاديمیر زېلينسکي وايي، همدا بندیزونه د روسیې او د بل هر هغه هېواد مخه نېولی شي چې پر خپل ګاونډي برید کوي او پر ضد یې جګړه پيلوي.

بل پلو په اوکرایین کې یوې محکمې د ټانک یو روسی قوماندان د بې وسلو ملکي کسانو د وژنې په تور په عمري بند محکوم کړی دی.

دا پر اوکرایین د روسیې د یرغل راهېسې د جنګي جرمونو لومړۍ محاکمه ده. ۲۱ کلن، وادیم شیشیمارین، دا منلې ده چې د سومي سېمې په یوه کلي کې یې ۶۲ کلن اولکساندر شیلېپوف ویشتلی دی.

اوکرایین وايي تر اوسه ښايي د روسیې له لورې تر لس زرو ډېر شوڼي جنګي جرمونه تر سره شوي وي. که څه هم د دې برخې شواهد خورا ډېر دي خو مسکو په بیا بیا له دې انکار کوي چې سرتېرو یې ملکي کسان په نښه کړي دي.

زېلینسکي: موږ نه پرېږدو چې "وحشي ځواک" پر نړۍ واکمن شي

نړېوال اقتصادي فورم ته پخپله وینا کې ولادیمیر زېلینسکي له ګډونوالو وغوښتل چې د سږ کال مهمه موضوع دې په پام کې ونیسي، چې د ده په خبره، "اوسنۍ روانه جګړه" ده چې پر یوه سمبول بدله شوې او په شعارونو کې نه ځایېږي.

ده په د اوکرايين په داووس کې د "روسي پوځیانو جنایتونو" ته اشاره کولو نه مخکې وویل چې له "وحشي ځواک" سره څوک پر نړۍ واکمني نشي کولای.

ښاغلي زېلینسکي د احتمالي اوربند په اړه ویلي چې په دې اړه غوڅ دریځ لري‌او هېڅ داسې اوربند به ونه مني چې پر بنسټ یې د اوکرايين سیمې روسیې ته په واک کې ورکول کېږي.

دغه څرګندونو ته روسیې لا کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی او نه یې هم د بریتانیا د دفاع وزارت هغې وړاندوینې په اړه څه ویلي چې په خبره یې، روسیې په اوکرايين کې د افغانستان یرغل هومره سرتیري بایللي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، داسې ښکاري چې د اوکرايين جګړې په لومړیو درېیو میاشتو کې روسي ځواکونو ته هغومره مرګ ژوبله اوښتې لکه پر افغانستان د پخواني‌ شوروي اتحاد په نهه کلن یرغل کې چې وراوښتې وه.

د شمېرو له مخې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان د یرغل پر مهال لږ تر لږه خپل ۱۵ زره عسکر بایللي وو او دا خونړۍ جګړه د شوروي اتحاد پر پاشل کېدو تمامه شوه.

د اوکرايين جګړې په اړه دا وړاندوینه داسې مهال کېږي چې هلته ملګرو ملتونو هم اندېښنه څرګنده کړې چې ګواکې دې جګړې په نړېواله کچه د جبري بې ځایه شویو کډوالو شمېر زیات کړی دی.

یو اېن اېچ سي ار وايي، دا لومړی ځل دی چې د جګړې له کبله په ټوله نړۍ کې د داسې بې ځایه شویو کسانو شمېر تر سل میلیون اوړي.