د اوکرایین، روسیې او بېلاروس فعالانو په ګډه د 'نوبل سولې جایزه' وګټله

Memorial supporters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نوبل سولې جایزه هر کال د ناروې په اوسلو کې اعلانېږي.

د سولې نوبل جایزه سږکال د اوکرایین، روسیې او بېلاروس یو شمېر فعالانو او د بشري حقونو ډلو ته ورکړل شوې ده.

په دې ډله کې د بېلاروس د بشري حقونو فعال الېس بیالیاتسکي، په روسیه کې د بشري حقونو ډله 'مېموریل ' او همدا راز د اوکرایین د مدني ازادیو مرکز شامل دي.

دې کسانو او ډلو د جنګي جرمونو د پېښو ثبتولو او له بشري حقونو د سرغړونو برخه کې د خپل کار له کبله سږ کال د سولې نوبل جایزه ګټلې ده.

د سږ کال جایزه داسې مهال اعلانېږي چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل ۷ میاشتې پوره کېږي، او ګټونکي يې هم ډېری هغه کسان او ډلې دي چې د اوکرایین جګړه کې یې له بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو په برخه کې کار کړی.

د بېلاروس د بشري حقونو فعال الېس بیالیاتسکي اوس له محاکمې پرته په زندان کې ساتل کېږي

نوموړی چې ۶۰ کلن دی، په خپل هېواد کې د پسرلي په نامه د بشري حقونو مرکز بنسټګر دی چې په ۱۹۹۶ کې پرانیستل دی.

دغه مرکز د دیکتاتور ولسمشر الیسکندر لوکاشینکو له خوا د مظاهرو له له منځه وړولو وروسته جوړ شوی

آلس بیالیاتسکی

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د بشری حقونو دغه مرکز هغه لاریونیانو او کورنیو ته یې مرسته برابرولې چې زندانانونو کې وو او د واکمن رژیم بشري‌ سرغړونې یې ثبتولې‌

د نوبل جایزې د کمېټې مشر ویل "هغه خپل ژوند په خپل هېواد کې د ولسواکۍ او د سوله ییزو پرمختګونو لپاره ځانګړی کړی دی.

د نوموړي مېرمن وايي "پر دغې جایزې خورا خوشاله ده"

د جایزې له اعلان وروسته یو شمېر خبریالانو د نوبل کومېټې له مشرې بېرېټ ریس انډرسن پوښتنه وکړه چې ایا د سږ کال جایزه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یو پیغام دی که څنګه.

نوموړې وویل، جایزه یوازې او یوازې هغو کسانو ته ورکړل شوې چې د سولې لپاره کار کوي او په دې پرېکړه کې د روسیې ولسمشر یا بل چا ته هېڅ ډول سیاسي پیغام نشته.

خو د یادونې ده چې جایزه نن پر داسې ورځ اعلانېږي چې ولادمیر پوتین خپله اویایمه کیلیزه لمانځي، او نوموړی پر اوکرایین د یرغل له کبله له نیوکو او غندنو سره مخ دی.

د سولې نوبل جایزه هر کال یو کس یا یوې ډلې ته د هغو لاسته راوړنو او هڅو په بدل کې ورکول کېږي چې د نړۍ وګړو ته یې خیر رسېدلی وي.

د دې جایزې په تېرو ګټونکو کې د پښتونوخوا د سوات ملاله یوسفزۍ هم شامله ده، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې دا جایزه د تعلیم برخه کې د خپلو هڅو لپاره ګټلې وه.