د سولې نوبل جایزه نادیه مراد او ډینس موکویګي وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۸ کال سولې نوبل جایزه په جګړه ځپلو سیمو کې د جنسي تېري ضد کمپاینرو نادیه مراد او ډینس موکویګي ته ور کړل شوه.
نادیه مراد ځوانه ایزدۍ ده، چې له داعش یا اسلامي دولټ ډلې په تېښته بریالۍ شوې او د انساني قاچاق او د جنسي تاوتریخوالي پر ضد فعالیت کوي.
نسايي ولادي ډاکټر ډنیس مکویګي د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت اوسېدونکی دی او له همکارانو سره یې په شریکه د جنسي تاوتریخوالي لسګونو زرو قربانيانو درملنه کړې.
د نوبل کمېټې مشر بریټ ریس انډرسن دې مراسمو کې وویل، چې د جنسي تاوتریخوالي د جرمونو سره مبارزه کې دغه جوړه ډېره مهمه وه.
"دوی له هغو زرګونو قربانیانو سره همکاري کړې چې اوږدمهالو کورنیو جګړه کې زیانمن شوي دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
سږنۍ سولې نوبل جایزې ته ۳۳۱ کسان او ادارې کاندیدان وو. دغې جایزې ته ۲۰۱۶ کال کې ډېر کسان کاندیدان وو چې شمېر یې ۳۷۶ ته رسېده.
نادیه مراد ایزدۍ ده، عراق کې د اسلامي دولت وسلوالو شکنجه کړې او جنسي تېری یې پر کړی و.
ښاغلي موکویګي او ملګرو یې د جنسي تېري له نژدې دېرش زرو قربانیانو سره مرسته کړې او د جګړې موده کې یې د هغوی درملنه کې ډېر نوښتونه کړي دي.
مېرمن مراد هم ۲۰۱۴ کال له داعش ډلې له تښتېدلو وروسته د ایزیدیانو د خوشي کولو او انساني قاچاق د مخنیوي هڅو کې مشهوره شوه.









