بایډن د چرسو په جرم د محکوم شويو امریکایانو سزاګانې لغوه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن یو اجرايي امر کوي چې له مخې به یې هغه ټول امریکایان وبخښل شي چې له فدرالي محاکمو د 'لږ چرسو ساتلو ' په جرم محکوم شوي دي.
د دې حکم له مخې به په فدرالي کچه خورا لږ خلک بې ګناه وبلل شي، ځکه دا ډول ډېر کسان د ایالتونو په کچه محاکمه شوي، یا سزا ورکړل شوې.
په امریکا کې یوې وروستۍ نظر پوښتنې ثابته کړې، چې ډېری امریکایان په دې باور دي، چې چرس باید قانوني شي. د پنجشنبې پر ورځ ښاغلي بایډن په یوه اعلامیه کې په دې اړه وویل: ''د چرسو ساتلو په جرم زندانونو ته د خلکو لېږلو د ډېرو خلکو ژوند برعکس کړی او د یوه داسې عمل بدل کې یې سزا ورکړې، چې ډېر ایالتونه یې غیر قانوني نه بولي. ''
ښاغلي بایډن زیاته کړي د چرسو ساتنې په تور د زنداني شویو کسانو لپاره له اړتیا پرته د دندې، کاري فرصت او تعلیمي پرمختګ لړ کې خنډونه رامنځته کړي دي.
نوموړی وايي، شمېرې ښيي چې د توکمیزو لږکیو اړوند کسان ښايي له همدې کبله زیات زنداني شوي دي.
کله چې ښاغلی بایډن د ولسمشرۍ لپاره کاندید و، د ۱۹۹۴ کال یوه قانون لیکلو له کبله پرې سختې نیوکې کېدې، چې د مخدره موادو کاروونکو لپاره پکې سختې سزاګانې وړاندیز شوې وې.
د یادونې ده، چې د ساعت تېري یا تفریح لپاره د واشنګټن ډي سي په ګډون د امریکا په ۱۹ ولایتونو کې د چرسو کارول قانوني جواز لري.
دغه راز د طبي اهدافو لپاره د امریکا په ۳۷ ولایتونو او دوو مستعمرو کې د دې بوټي کارولو قانوني اجازه شته.
خو له دې سره سره دا د هغو ایالتونو په ګډون چې میلیونونه اوسېدونکي یې قانوني راکړه ورکړه کوي، په فدرالي کچه ممنوع بلل کېږي.









