پاکستان کې سېلاب ځپلو لپاره د ۸۰۰ میلیونو ډالرو غوښتنه شوې

ملګرو ملتونو او د پاکستان حکومت په ګډه په دغه هېواد وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د څه باندې ۸۰۰ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه غوښتنه د جنیوا په هغه ناسته کې شوې چې د ملګرو ملتونو بېلا بیلو خیره ټولنو استازو پکې برخه اخیستې وه.

دغې غونډه کې د پاکستان د اقتصاد، بهرنیو، د اقلیمي بدلون او ځینو نورو وزارتونو لوړو پوړو چارواکو هم په انلاین بڼه برخه لرله.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي ناستې او د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې هم د خپل هېواد سېلاب ځپلو ته د نورې مرستې غوښتنه کړې وه.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې د پاکستان سیلاب ځپلو لپاره یوازې ۱۶۰ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه خو اوسنۍ غوښتنه یې نژدې پنځه برابره له لومړنۍ هغې ډېره ده.

په پاکستان کې دملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې مشر جولیان هرنېس وايي "دغه مرستې د پاکستان سیلاب ځپلو لپاره کافي نه دي."

نوموړی وايي، د روان کال پای کې به د ځپلو شویو سیمو د مرستو لپاره نړیوال کنفرانس جوړ شي.

"روغتیايي سیستم د پر ځېدو پر څنډه"

په جینوا کې ناستې ته د روغتیا نړیوال پروګرام مشر خبر داری ورکړ چې په پاکستان روغتيايي سیستم د پرځېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

ټیډورس اډهونم وویل "په پاکستان کې د روغتیايي خدمتونو د رسونې نژدې لس سلنه ودانۍ له منځه تللي دي، او میلیونونه خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لارسی نه لري. موږ ټول باید په ګډه کار وکړو چې د خلکو اړتیاوې پوره کړو."

نوموړی وايي، د سیلابونو له امله د اوبو رسونې سیستم ته په پراخه کچه زیانونه اوښتي او اوس د ملاریا، کولورا او ډینګي په څېر ناروغۍ پيدا شوې دي.

ښاغلی اډهونم وايي، د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا ده. دی زیاتوي "سیلابونه ښايي بند شوي وي، خو ګواښ له منځه نه دی تللی."

پاکستاني چارواکي وايي، وروستیو سېلابونو دغه هېواد ته میلیاردونه ډالره زیان اړولی چې د بیارغونې چارې به یې کلونه وخت وغواړي.

د دغه هېواد مالي چارواکي وايي، سیلابونو او د پشکال سختو بارانونو پاکستان ته تر ۳۰ میلیارد ډالرو مالي زیانونه رسولي دي.

له یوه شخصي تلویزیو ن سره په خبرو کې د پاکستان مالیې وزیر مفتي اسماعیل ټینګار کاو، ښايي د اوښتو زیانونو اټکل له سروې وروسته له دې هم لوړ شي ځکه د نوموړي په ټکو د اقتصاد هره برخه زیانمنه شوې ده.

د پاکستان سېلابونو څه باندې ۳۳ میلیونه خلک اغېزمن کړي دي او شاوخوا ۱۵ سوه کسان یې وژلي دي. ملګري ملتونه او حکومتي چارواکي د سیلابونو اصلي لامل اقلیمي بدلون یادوي.