د عراق کردستان کې د ایران برید ۱۳ کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA
د ایران انقلابي ګارد ویلي، د عراق په کردستان کې یې د "ترهګرو دوه" هغه ډلې یې په نښه کړې چې په توقیف کې د کردۍ مېرمنې تر مړینې وروسته یې ایران کې د "اړ و دوړ" او لاریونونو ملاتړ کاوه.
چارواکو ویلي، د عراق کردستان ولایت کې د ایران توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو د ایران ضد کردۍ مخالفې ډلې په نښه کړې دي.
رپوټونه وايي، په وژل شویو کې یوه میندواره مېرمن هم ده.
۱۲ ورځې مخکې د ایراني پولیسو توقیف کې د کردۍ ښځې له مړینې وروسته د ایران ضد لاریونونه پیل شول.
۲۲ کلنه مهسا امیني د ایران لوېدیځ سقز ښار اوسېدونکې وه، تهران ته تللې وه چې د اخلاقي نظم پولیسو د حجاب د مقرراتو سرغړونې په تور ونیوه.
پولیس وايي، امیني د زړه ناروغي لرله او د توقیف ځای کې حمله پرې راغله. خو کورنۍ یې دا څرګندونې ردوي او وايي چې پولیسو وهلې ده. امیني له دریو ورځو بې هوښۍ وروسته روغتون کې مړه شوه.
د کردانو د بشر حقونو ډلې (هینګاو) وویل، د ایراني چارواکو د ځپلو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ۱۸ کسان وژلي او ۸۹۸ نور ټپیان شوي دي او تر زرو ډېر نور نیول شوي.
د ایران د بشر حقونو ډلې په ټول هېواد کې د وژل شویو لاریونیانو شمېر ۷۶ تنه ښودلی، خو حکومتي رسنیو دا شمېر یوازې ۴۱ تنه اعلان کړی، چې وايي امنیتي کسان هم پکې دي.
د ایران انقلابي ګارډ وویل، په څلورو ورځو کې یې د دریم ځل لپاره د ایراني کردانو دیموکراتیک ګوند او د کردستان د ازادۍ ګوند (کومالا) اصلي مرکزونه په نښه کړي دي.
دوی وايي، بریدونه به یې دوام ولري.
کومالا وايي، ۱۰ بې پیلوټه الوتکې د کردستان د ازادۍ ګوند پر یوه سیمه (زرغویز) ور ټیټې شوې، بمبار یې وکړ.









