په ایران کې احتجاجونه؛ 'محصلین او استادان هم له احتجاجیانو سره یو ځای شوي'

د حکیم سبزواري په نامه پوهنځي محصلینو له احتجاجیانو سره د همغږۍ په پار شعارونه ورکول.

د عکس سرچینه، senfi_uni_iran

د عکس تشریح، د حکیم سبزواري په نامه پوهنځي محصلینو له احتجاجیانو سره د همغږۍ په پار شعارونه ورکول.

په ایران کې د روانو احتجاجونو پر دولسمه ورځ د دې هېواد په شیراز، تهران، تبریز او ځینو نورو ښارونو کې محصلینو ویلي، له احتجاجیانو سره د همغږۍ په پار به په حضوري او مجازي یا انلاین ټولګیو کې ګډون نه کوي.

د ایراني محصلینو ټولنو شوراګانو د ټیلیګرام خواله رسنۍ له لارې په یوه اعلان کې د ګڼ شمېر پوهنتونونو نومونه یاد کړي، چې په وینا یې زدکړو کې به یې برخه نه اخلي او ډله ییز پرېکون ورسره کوي.

د شیراز سیمې طبي پوهنتون هم له دې ډلې یو دی، چې د احتجاجي محصلینو تصویرونه یې د چهارشنبې له سهاره پر خواله رسنیو لاس پر لاس کېدل او شعار ورسره لیکلی وو: ''جګړه کوو، جګړه کوو، ایران به بېرته ترلاسه کوو. ''

د ایران اخلاقي امنیت پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران په لر او بر کې پراخ احتجاجونه پیل شوي.

په دې لړ کې له ایرانه بهر هم احتجاجونه شوي او د پوهنتونونو استادانو او دا وروستیو کې د محصلینو ټولنې هم په دې احتجاجونو کې شامل شوي دي.

بل لور هغې ایرانۍ الاصله بریتانوۍ ښځې له دې احتجاجونو سره د همغږۍ په پار خپل ویښتنه پرې کړي، چې شپږ کاله یې د ایران په زندان کې تېر کړل.

نازنین زغري ریټکلیف په یوه ویډیويي کلیپ کې چې بي بي سي فارسي څانګې ته استول شوی په داسې حال کې لیدل کېږي چې د سر ویښته پرې کوي.

د ویډیو په پای کې د نوموړې غږ اورېدل کېږي چې په دې احتجاجونو کې د نیول شویو او وژل شویو کسانو نومونه اخلي او وايي، ''د مهسا لپاره، د پویا لپاره، د مصطفی لپاره. ''

له یوه اوږده کمپاین او د بریتانوي او ایراني حکومت تر منځ له مذاکراتو وروسته اغلې ریټکلیف د سږ کال په مارچ کې خوشې او بریتانیا ته ستنه شوه.