اروپا د روسیې ګازو نل لیکې ''قصدي تخریب'' له پېښې وروسته د انرژۍ تاسيساتو امنیت زیاتوي

د عکس سرچینه، EPA
د ګازو دوو لویو نل لیکو کې د مشکوکې ورانکارۍ پېښې له رامنځته کېدو وروسته اروپايي هېوادونو ویلي، د تېلو او ګازو تاسیساتو امنیت ساتنه سختوي.
اروپايي ټولنې، امریکا او ناټو ویلي، د روسیې او جرمني تر منځ د ګازو غځېدلې نل لیکې په اوږدو کې په لوی لاس ورانکاري شوې، خو مخامخ یې پر روسیه تور نه دی پورې کړی.
روسیې ویلي، دوی په دې پېښه کې لاس نه لري.
له دې مخکې پر روسیه تورونه لګېدلي چې لوېدیځوالو ته د اوکرایین ملاتړ له کبله د سزا په توګه د انرژۍ له سرچینو ګټه اخلي.
د یادونې ده، چې د دوشنبې او سې شنبې پر ورځ په نورد سټریم یو او دوه نل لیکو کې سوري ولیدل شول.
د پېښې پر مهال دواړه نل لیکې فعال وې، ځکه نورد سټریم دوه پر اوکرایین د روسیې له یرغل سره سم غیر فعال کړل شوې او نورد سټریم یو بیا روسیې په سپتمبر کې د تمرمیم اړتیا له اعلان وروسته غیر فعال کړ
د اروپا د کمیسیون مشرې اورسولا فون در لاین پرون وویل چې دغه قصدي تخریب به "له یوه ممکنه قوي ځواب سره مخ شي."
خو د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دغو نل لیکو د قصدي تخریب تورونه احمقانه او "بې بنسټه" بللې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په مستقیم ډول روسیه تورنه نه کړه خو زیاته کړې یې ده چې "دا به د هیچا په ګټه نه وي که په قصدي ډول دا کار ترسره شوی وي."
د ډنمارک د برېښنا وزیر دن یورګنسن ویلي چې څېړنې یې پیل کړي. کار به یې لږ تر لږه یوه اوونۍ وخت نیسي چې نل لیکې له ګازو خالي کړل شي.
د اکسفورډ پوهنتون د انرژۍ د مطالعاتو خپلواک انسټیټیوټ کې لوړ پوړي څیړونکي مایک فولوود بي بي سي ته ویلي:" د یوه سمندري نل لیکې تحریب واقعا نادره پېښه ده، او په ۱۸ ساعتونو کې درې پېښې یو لوی تصادف دی"
نوموړي زیاته کړې:" که دا کار په رښتیا روسیې کړی وي نو حیرانوونکی اقدام دی ځکه چې دغه هېواد له مخکې خپل د ګازو واردات بند کړي و."
ښاغلي فولوود اټکل کړی چې د دغو نل لیکو بیارغونه ښايي له درېیو تر شپږو میاشتو وخت ونیسي ځکه چې زیانمنې برخې باید بېرته سره یو ځای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېر کې د یو بل پایپ لاین د بیارغونې چارې هم نهه میاشتې وخت نیولی و.
ښاغلي دیمیتري پېسکوف ویلي و چې د نل لیکو د تخریب په اړه " ډېر اندېښمن دی" او زیاته یې کړه چې په لوی لاس یې د تخریبولو احتمال هم نه شي ردولای.
ځمک پېژندونکو له تخریب وړاندې د اوبو لاندې چاودنو رپوټونه ورکړي و.
اروپايي ټولنې وروسته له هغې د دغو نل لیکو په اړه څېړنه پیل کړه چې روسي چارواکو یې د تخریب خبره کړې وه او ویلي یې و چې بیارغونې ته اړتیا لري.
د لومړۍ نل لیکې مسولینو ویلي و، تر سمندر لاندې لیکو ورته مهال په یوه ورځ "بې ساری" زیان لیدلی دی.
دغو دواړو نل لیکو د مسکو او اروپا تر منځ د انرژۍ کړکېچ په رامنځته کولو کې مهم رول لرلی دی.
د روسیې او اروپا تر منځ د ګازو له دغو لویو نل لیکو له اګسټ راهیسې ګاز نه دي لېږدول شوي او د روسیې په وینا د تخنیکي ستونزو له امله غیر فعاله شوي دي.
دغه نل لیکې له سمندر لاندې ۱۲۰۰ کیلو متره د روسیې له ساحله سنټ پیترزبورګ ته نږدې د جرمني شمال ختیځ ته غځېدلې.
د ګازو دویمه لویه نل لیکه پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته بنده شوې.
سره له دې چې دا دواړه نل لیکې فعالیت نه کوي خو له ګازو ډکې دي.
د انرژۍ بیې هغه وخت لوړې شوې چې مسکو پر اوکرایین برید وکړ او روسیې د ګارو واردات کم کړل، که دا حالت داسې دوام وکړي د ګازو بیې به ورسره نورې هم لوړې شي.
داسې وېره شته چې اروپايي ټولنه به روان ژمی د ګازو د کمښت له امله د تودوخې لګښت پوره نه شي کړی.










