تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپان کې سمندري توپان؛ ۹ میلیونه کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي
جاپان کې له سخت سمندري توپان وروسته شاوخوا ۹ میلیونه کسانو ته ویل شوي چې خپل کورونه او سیمې پرېږدي او خوندي ځایونو ته وکوچېږي.
د نانمډول په نامه دې توپان کې تر اوسه لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۹۰ ټپیان دي، او د جاپان د تاریخ تر ټولو وېجاړوونکی سمندري توپان بلل شوی.
دا توپان د یکشنبې پر ورځ سویلي کیوشو ټاپ ته ورسېد او تمه کېږي چې راتلونکو څو ورځو کې به لا ډېرې سیمې وځپي.
د یکشنبې پر شپه لسګونه زره کسانو په خېمو کې شپه تېره کړه او شاوخوا د ۳۵ زره کورونو برېښنا بنده شوې وه.
د جاپان ګڼو سیمو کې ترانسپورت او کاروبار اغېزمن شوي او تمه کېږي چې سخت سېلابونه به د ځمکښوېدونې لامل شي.
په ځینو سیمو کې د ۲۳۴ کیلومتره سرعت سره تېز بادونه چلېږي او د جاپان یو شمېر برخو کې بیا ۴۰۰ میلي متره باران شوی دی.
د خرابې هوا له کبله الوتنې، د اورګاډي سفرونه، بېړۍ او عادي ښاري ترانسپورت درول شوی دی او د ودانۍ د ساتلو لپاره د شګو بوجۍ اېښودل شوې دي.
رپوټونه وایي چې د کیوشو سیند غاړې ماتې شوې دي او هملته د ځمکښویېدنې له کبله هم ویجاړی رامنځته شوی.
اوس تمه کېږي چې دا سمندري توپان به ختیځ لور ته حرکت کوي او د جاپان مرکزي سیمو نه به تېرېږي او د چارشنبې پر ورځ به سمندر ته رسېږي.
ټاکل شوې وه چې لومړی وزیر فومیو کیشیدا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیو یارک ته لاړ شي، خو د دې وضعیت له کبله یې خپل سفر تر سه شنبې ځنډولی دی.
ساینسپوهانو خبرداری ورکړی چې سږ کال به د نړۍ ګڼو برخو کې سخت سمندري توپانونه راشي، او اقلیمي بدلون د دې وضعیت یو لامل بلل شوی.