تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپان کې لسګونه ټپي شوي سمندري کیشپان موندل شوي
د جاپان سوېل کومي ټاپو پر سمندرغاړه لږترلږه ۳۰ وژل شوي زرغون سمندري کیشپان موندل شوي دي.
د سیمې خلکو ویلي، ډېری دا کیشپان په غاړو کې سوري شوي دي. د پنجشنبې په ورځ د سمندر څپو له کبله دا کیشپان د سمندر غاړې راوړل شوي.
یوه ښکاري ویلي، کله یې چې د ښکار جال راکش کړ، ځینې ټپي شوي کیشپان یې پکې وموندل. پولیس د حیواناتو ضد تاوتریخوالي ادعاوې پلټي.
یوه ښکاري ویلي، "ځینې کیشپان مې ازاد کړل او سمندر ته مې بېرته ستانه کړل. خو هغه چې ډېر وزن لري نه شم خلاصولی".
سیمه ییزو خواله رسنیو کې ویلي شوي تېره اونۍ د پېښې ځای ته پولیس ورغلي، خو لا روښانه نه ده چې دوی به څه ډول ګام اخلي.
د جاپاني چارواکو او په نړیواله کچه د چاپېریال ساتنې د ډلو په وینا، زرغون سمندري کیشپان له هغو ژوندیو موجوداتو دي چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
دغه سمندري کیشپان تر ډېره د سمندر پر وښو پايي او پر سمندرغاړه هګۍ اچوي.
د چاپېریال ساتنې اړوندو ډلو د سمندري کیشپانو د ساتنې جدي غوښتنه کړې ده، چې په وینا یې دا سمندري کیشپان چې له میلیونونو کلونو راهیسې ژوند کوي، د سمندري چاپېریال سیستم کې مهم رول لوبوي.
ډېری دغه کیشپان د غاړې ښکته برخه کې ټپيان شوي، خو د ځینو پښو او سینه کې ټپونه لیدل شوي.