تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لندن کې یوه سړي دوه پولیس په چړو وهلي او روغتون ته وړل شوي دي
په لندن کې پر دوو پولیسو د چړې په برید کې یوه ښځينه افسره سخته ژوبله شوې او یو بل همکار یې په ورمېږ کې په چړې وهل شوی دی.
دغه برید نن (جمعه) ځايي وخت شپږ بجې لېسټر څلورلارې ته څېرمه شوی او پولیس وايي، دا برید نه د ملکې په مړینې پورې تړلی او نه هم کومه ترهګریزه کړنه وه.
د لندن ښاروال صادق خان "په هېواد کې په داسې مهم وخت" کې دغه برید "بوږنوونکی" بللی دی.
یو شل کلن ځوان د دغه برید په تور نیول شوی دی.
د لندن د پولیسو مشر مارک رولې ویلي، ښځينه افسره پر مټ په چړې وهل او پر نارینه هغه درې ځلې په ورمېږ او یو ځل په سینه د چړې وارونه شوي خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دغه دواړه افسران روغتون ته وړل شوي.
دا برید لېسټر او پیکاډيلي سرکس څلور لارې ته څېرمه شوی چې د لندن د تیاترونو او نندارو سیمه ده.
پولیسو په یاده سیمه کې پر تورن کس د "ټيزر" ډز کړی دی. "ټيزر" هغه توپنګچه ډوله اله ده چې مقابل کس ته د برېښا کرنټ یا شاټ ورلېږدوي او هغه له پښو غورځوي.
تورن کس روغتون ته وړل شوی چې اوس رخصت کړای شوی او د پولیسو په توقیف کې دی.
برید سره سم په یاده سیمه کې ګڼ پولیس په دنده وګمارل شول.
صادق خان ویلي، "دغو زړورو افسرانو زموږ د هېواد په ډېر یوه مهم وخت کې خلکو ته د خدمت په برخه کې خپله دنده ترسره کوله. زه دوی، د دوی عزیزانو او همکارانو سره یې د دغه شرموونکي برید له کبله خواخوږي څرګندوم او دعاګانې مې ورسره دي."
یوه ځايي ساتونکي، چې نه غواړي پېژندګلوي یې په ډاګه شي ویلي، "ما ته وویل شول چې همدلته یوه سړي د چړې په زور د یوه دوکان لوټل غوښتل. هټۍ وال پولیسو ته زنګ وکړ او کله چې هغوی راورسېدل نو ده په چړې ووهل."