لندن کې"ترهګریز"برید: د بریدګر په ګډون ۳ کسان وژل شوي دي

د لندن مېتروپولېتن پولیس وایي، د جمعې پر ورځ د ښار په لنډن برېج سیمه کې یو مشکوک ترهګر وروسته له هغه د پولیسو په ډزو ووژل شو چې پر عامو خلکو یې د چړې وارونه وکړل او ګڼ کسان یې ټپیان کړل. چارواکو اوس منلې ده چې په دې برید کې لږ تر لږه دوه عام خلک وژل شوي. د بریدګر هویت تر اوسه نه دی مالوم.

پېښه په مرکزي لندن کې لندن برېج سره د پله پر سر شوې چې د تېمز سیند پر سر تېر شوی.

پولیس وایي دوی ته د چړې برید په اړه پر دوو بجو احوال ورکړل شو. لومړی یو شمېر خلک په چړې وهل شوي او پولیس وايي تر دغه وروسته یې یو شکمن کس په ډزو همالته وژلی.

چارواکي وايي شکمن کس له دې ډول پېښو سره د مبارزې "مسلکي "پولیسو له خوا وژل شوی.

داسې ګومان کېده چې شکمن کس چې د پېښې په سیمه کې ووژل شو جعلي چاودېدونکي مواد یې پر ځان ول.

د بي بي سي خبریال جان مکمانوس وايي، د پله پر سر یې یو شمېر کسان د جګړې په حال کې ولیدل چې څو کسانو پر یوه یرغل ور وړ. دی وایي وروسته پولیس ژر سیمې ته ورسېدل او څو ډزې یې پرې وکړې.

پر ټولنیز شبکو خپاره شوي انځورونو کې داسې ښکاري چې ظاهراً شکمن کس په ډزو ویشتل کېږي او پر ځمکه غځېږي.

د لندن ښاروال صادق خان هم خبري رسنیو ته خبرو کې وویل چې "یو شمېر خلک ټپیان دي " خو د اوس لپاره محرمیت په پام کې نیسي او تر دې ډېر معلومات نه ورکوي. ښاغلي خان د ځینو ټپیانو وضعیت نازک وباله.

د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ټویټ کې لیکلي: "زه غواړم د بېړنیو خدمتونو له کارکوونکو او له هغو عامو خلکو مننه وکړم چې لندن برېج کې یې د دې شکمن ترهګریز برید پر وړاندې ډېر زړورتوب کړی. دا یوه بده پېښه ده او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کوم."

ښاغلي جانسن ویلي، هر هغه څوک چې په دې پېښه کې ښکېل دي وبه موندل شي او محاکمه به شي.

د برتانیا د کارګر ګوند مشر جېرېمي کاربن هم پر خپل ټوېټر لیکلي: "د لندن برېج رپوټونه هیښوونکي دي. زه له هغو سره غمشریکي کوم چې په پېښه کې ول. له پولیسو او د بېړنیو خدمتونو له کارکوونکو مننه چې وردانګي. "

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي،د لندن د پېښې په اړه ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته معلومات ورکړل شوي او دی یې څاري.

د برتانیا له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو مشر نېل باسو وايي دوی لا نور جزیات ترلاسه کوي او ګوري به چې د برید تر شا څه نیت و.

ښاغلي باسو خبري غونډې ته وویل، د دوی افسران په سیمه کې پلټنو ته ادامه ورکوي چې عامو خلکو ته کوم بل ګواښ نه وي.

یو بل کس چې دریشي یې پر ځان وه لیدل کېږي چې له شکمن کسه لېرې ځغلي او ظاهراً داسې ښکاري چې یوه لویه چاړه یې ترې اخیستې وي.

پر لندن برېج په ۲۰۱۷ کال کې هم یو برید وشو چې اته کسان په کې ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول.

دا وروستی برید په داسې حال کې وشو چې برتانیا ته له ترهګرۍ د ګواښ کچه په همدې میاشت کې لږه ټیټه شوه.

برتانیا کې له ترهګرۍ د ګواښ کچې ته په هرو شپږو میاشتو کې د ترهګړۍ د شننې ګډ مرکز له خوا کتنه کېږي.