سپاه پاسداران خلیج کې د امریکا یوه بې عملې بېړۍ لنډمهال لپاره ضبط کړې

امریکايي چارواکي وايي د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د فارس خلیج اوبو کې د دوی یوه بې عملې بېړۍ د څه وخت لپاره ضبط کړې، خو د امریکايي ځواکونو په نږدې کېدو سره یې بېرته پرېښې ده.‌

د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ سېنټکام ویلي دا لانجه له تقابل او نښتې پرته پای ته رسېدلې.

دا بې عملې بېړۍ د امریکايي ځواکونو اړونده څارونکې وسیله بلل شوې چې د فارس خلیج نړیوالو اوبو کې یې مالومات راټولول.

دا وسیله د سمندر څارولو لپاره پر بېلابېلو کمرو، رادار او حسګرو سمبال ده.‌

سپاه پاسداران تر اوسه پر دې موضوع تبصره نه ده کړې، خو د ایران ملي امنیت عالي شورا ته یوې نږدې ویب پاڼې لیکلي‌ ایراني ځواکونو دا ګام د بېړیو تګ راتګ د خوندیتوب ډاډمنېدو لپاره اخیستی و.

سېنټکام ویلي دا پېښه دوشنبه رامنځته شوه او د سپاه پاسداران اړوند شهید بازیار جنګي بېړۍ دا وسیله ځان پسې راکښله.

ایراني ځواکونو د یوې امریکایۍ بېړۍ او چورلکې په ورنږدې کېدو وروسته، دا څېړونکې وسیله بېرته اوبو کې خوشې کړې ده.

د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ د دې پېښې یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه ځايي ویاند تیموتي هاکینز رسنیو ته ویلي د دوی ځواکونو سپاه پاسداران ته پیغام ورکړی چې وسیله د دوی اړونده ده او که اړتیا شي، نو بېرته ترلاسه کېدو لپاره به یې ګام واخلي.

د سېنټکام اعلامیه کې راغلي چې پر ټکنالوژۍ دغه سمباله وسیله د پټو او حساسو مالوماتو راټولېدو لپاره نه کارول کېږي.‌

دا پېښه داسې مهال شوې چې تېرو دوو کلونو کې د امریکا او ایران ترمنځ د خلیج اوبو کې د تقابل پېښې کمې شوې.

دا پېښې په ۲۰۱۸ تر هغې وروسته ډېرې شوې وې چې د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ حکومت ایران سره له اټومي تړونه د وتلو اعلان وکړ.