د انرژۍ کړکېچ: ولسمشر مکرون د اړیکو ښه کولو او ګازو رانیولو په هیله الجزایر ته تللی

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د پنجشنبې پر ورځ، د اګست ۲۵مه، د الجزایر پلازمېنې الجزیرا ته لاړ شو- په دې هیله چې د دوی تر منځ ستونزمن اړیکي بیا ورغوي- ځکه چې د الجزایر د تیلو او ګازو زېرمې د اروپا د انرژۍ کړکېچ له امله نوی ستراتیژیک اهمیت موندلی.

دا سفر وروسته له هغې شوی چې د اوږدې مودې لپاره د الجزایر د خپلواکۍ خونړۍ جګړې د متضادو خاطرو پر سر د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکو کې ترینګلتیا موجوده وه.

د همدې مسلې پر سر تېر کال الجزایر له پاریس څخه خپل سفیر بېرته راغوښتی و.

خو له هغې راهیسې اوس دواړو هېوادونو د اړیکو بیا رغولو لپاره هیله مندي ښودلې.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼې، اېلیزې، لخوا ویل شوي چې ولسمشر مکرون "غواړي دا سفر یې د راتلونکي پر لور وي... او د اړیکو د بیا پېل کولو لپاره یو بنسټ جوړ کړي". ښاغلی مکرون د وزیرانو، سوداګریزو چارو مشرانو او د ورزشي شخصیتونو یوې ۹۰ کسیزې ډلې سره تللی.

د تېر کال اکتوبر کې هغه مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ دپلوماتیکه ترینګلتیا رامنځته شوه چې ښاغلي مکرون د الجزایر واکمن "سیاسي-پوځي نظام" تورن کړ چې د خپل شته والي د توجیه کولو په خاطر [د جګړې] "له خاطرو څخه مالي ګټه" پورته کوي.

یوه میاشت وړاندې فرانسې الجزایر او د هغې ګاونډی مراکش په غوسه کړل - هغوی ته یې د سفر د ویزو شمېر ډېر راکم کړ. فرانسې دغه کار د هغو ادعاګانو په ځواب کې وکړ چې وايي دا دوه افریقايي هېوادونه له فرانسې څخه د هغو اتباعو د بېرته راستنولو مخه نیسي چې په فرانسې کې په غیرقانوني ډول اوسېږي.

په نظر کې دي چې د دې سفر په ترڅ کې به ولسمشر مکرون په الجزیرا کې د ولسمشر عبدالمجید تبون سره خبرې اترې کوي، ځینې یادګاري ځایونه به ګوري او له یو شمېر ځوانو سوداګرو سره به هم کتنه کوي.

د سفر پر دویمه ورځ، د جمعې پر ورځ به د هېواد په لوېدیځ کې د اوران په ښار کې د الجزایر د دودیزه رای موسیقۍ د ریکارډونو یوه مشهوره مغازه ګوري، او دنڅا یوه ننداره به تماشا کوي.

شننونکي وايي د فرانسې مشر به تر فشار لاندې وي چې یوه عمومي وینا وکړي او د الجزایر د خپلواکۍ جګړې د خاطرو په اړه د الجزایر اندېښنې ومني.

خو شننونکي دا هم وايي چې د سفر اصلی موخه به دا وي چې د مهمو اقتصادي او امنیتي مسلو په اړه نژدې همکارۍ لپاره زمینه برابره کړل شي.

جنیوا کې، د عربي نړۍ او مدیترانې هېوادونو په اړه د څېړنیز مرکز مشر، حسني عابدي، وايي: "یواځې د تېرو وختونو په اړه د بحث لپاره نه راځي چې هلته د دوو ورځو لپاره پاتې شي - د داسې یو ستر پلاوي سره راځي چې د بهرنیو چارو، دفاع، اقتصاد او کورنیو چارو وزیران پکې شامل دي."

هغه وايي الجزایر د تیلو او ګازو سترې زېرمې لري- چې ډېره برخه یې لا نه ده را اېستل شوې- او نل لیکې یې دا هېواد له ایټالیا او اسپانیا سره وصلوي، الجزایر په داسې یو دریځ کې دی چې "که څه هم د روسیې ځای نه نیسې خو یقینا کولای شي په منځنۍ موده کې د انرژۍ په برخه کې له اروپا سره مرسته وکړي. خو د دې کار لپاره به پانګونې ته اړتیا لري."

د مې په میاشت کې، ولسمشر تبون په روم کې یو ستر تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې الجزایر ایټالیا ته د ګاز او برېښنا صادرات خورا ډېر کړي، او کارپوهان وايي چې دغې معاملې فرانسه ولړزوله چې د الجزایر د اهمیت په اړه باید له سره غور وکړي.

د فرانسې او الجزایر تر منځ د تاریخي او کورنیو اړیکو سره سره، فرانسه اوس د الجزایر اصلي تجارتي شریک نه دی. ډېره موده کېږي چې چین یې ځای نیولی.

د امنیتي مسلو په برخه کې، په دې ورستیو کې فرانسې له مالي هېواد څخه خپل امنیتي ځواکونه راوايستل چې هلته یې د ساحل په سیمه کې د جهادي ډلو پرضد جګړه کې برخه درلوده.

هر ډول نوې تګلاره چې پدې برخه کې رامنځته کېږي باید له الجزایر سره په همغږۍ کې ترسره شي، ځکه چې الجزایر د خپل هېواد د خاورې د لوی والي له کبله د مالي په لانجه او همدا راز په بې ثباته ليبیا کې یو حتمي لوبغاړی دی.

خو شننونکي وايي داسې نه ده چې فرانسه کچکول په لاس له خپلې پخوانۍ مستعمرې څخه خير غواړي.

حسني عابدي وايي: "الجزایر هم فرانسې ته اړتیا لري، د خپلې انرژۍ سکتور ودې لپاره د فرانسې پانګونې ته اړتیا لري." خو د دې تر څنګ فرانسه د الجزایر اعتبار هم لوړوي. "الجزایر له روسیې سره ډېرې ښې تاریخي اړیکي لري. خو پر اوکرایین له یرغل وروسته، دا نه غواړي چې د مسکو د یو استازي یا [په اصطلاح]د روسیې د شیطاني محور د یوې برخې په توګه ولیدل شی."

عابدي استدلال کوي چې فرانسې سره د اړیکو بیا تازه کولو سره الجزایر کولای شي وښيي چې د نړیوالې ټولنې یو باوري غړی دی.

فرانسه په الجزایر کې- مهمې نېټې

۱۸۳۰- فرانسې الجزایر ونیوه

۱۸۴۸- د یو یاغي مشر عبدالقادر له پاڅون ورسته، پاریس اعلان وکړ چې الجزایر نور د فرانسې یوه برخه ده

۱۹۴۰- په دویمه نړیواله جګړه کې فرانسه د جرمني تر ولکې لاندې شوه

۱۹۴۲- د متحدینو ځواکونه الجزایر کې ښکته شول

۱۹۴۵- متحدو ځواکونو جرمني ته ماته ورکړه. د الجزایر د سېتیف په ښار کې د خپلواکۍ پلوو خلکو په مظاهرو کې په زرګونو کسان ووژل شول

۱۹۴۵-۶۲- د الجزایر جګړه

۱۹۶۲- الجزایر یو خپلواک هېواد شو