الجزاير کې پر ولسمشر بوتفليقه لا نور فشار

الجزاير کې سلګونه زره وګړي لاريونونو کې د بېلابېلو ښارونو لارو کوڅو ته وتلي، او د ولسمشر عبد العزيز بوتفليقه د استعفا غوښتنه کوي. پرون د دغو حکومت ضد پراخو لاريونونو پرله پسې شپږمه جمعه وه. پروني لاريونونه يوازې څو ورځې وروسته له هغه کېدل چې د دغه هېواد ځواکمن پوځ پر ۸۲ کلن ولسمشر غږ وکړ، چې له واکه لرې شي.