له هنده په تېروتنې د پاکستان پر خاوره د توغندي برید؛‌ 'درې افسران ګوښه کړل شول'

د هند د هوايي‌ ځواک په وینا د روان کال لومړیو کې له دغه هېواده په تېروتنې سره د پاکستان پر خاوره د براهموس توغندي د توغولو له کبله درې افسران ګوښه کړل شوي دي.‌

دا پېښه د روان کال مارچ کې شوې او دا توغندی د پاکستان 'میا چنو' ښار ته نږدې لګېدلی و، خو مرګژوبله یې ځکه نه درلوده چې‌ سروکه یا سرګلوله یې غېر فعاله وه.‌

اوس رویټرز خبري اژانس د هند د هوايي‌ ځواک د یوې اعلامیې پر بنسټ لیکلي چې د دې پېښې په تړاو څېړنې بشپړې او مالومه شوې چې د "دا توغندی له دودیزو لارو چارو د دریو افسرانو د ناغېړۍ له کبله توغول شوی و."

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا درېواړه افسران ګرم ګڼل شوي او د اګست پر ۲۳مه له دندو ګوښه کړل شوي‌ دي.

پاکستان تر اوسه د هند دغه ګام ته غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې اسلام اباد تېره مارچ میاشت تر دې پېښې وروسته ویلي‌ و چې په دې تړاو د هند لخوا د یو اړخیزو څېړنو اعلان بسنه نه کوي.‌

پاکستاني‌ چارواکو هغه مهال استدلال کاوه چې دا توغندی د دوی خاوره کې لګېدلی نو اړینه ده چې له دوی سره ګډې څېړنې وشي، خو هند دغه وړاندیز نه و منلی.

هغه مهال د هند دفاع وزارت اعلان کړی‌ و چې دا توغندی د مارچ پر نهمه د معاینې پر مهال د تخنیکي‌ ستونزو له کبله توغول شوی.‌

تر هغې څو ورځې وروسته د هند دفاع وزیر 'راج نات سنګ' د دغه هېواد پارلمان کې دا ژمنه هم کړې وه چې د خپلو وسلو د ساتلو او معاینې د لارو چارو څرنګوالی به له سره وارزوي.‌

هغه زیاته کړې وه چې دوی د خپلو وسلو ساتنې، خوندیتوب او امنیت ته خورا ډېر پام کوي او د دې برخې ټولې تشې به سملاسي ډکې شي.‌

د هند او پاکستان ترمنځ‌ د توغندیو په اړه د مالوماتو شریکېدل

تېرو ۱۷ کلونو کې د هند او پاکستان ترمنځ شپږ ځله سترې ستونزې رامنځته شوې چې د خبرو اترو او نړیوالې مداخلې په مرسته بېرته حل شوې دي.‌

خو شنونکي د دغو اټومي ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ سیالۍ او دښمنۍ ته په کتو داسې پېښې د اندېښنې وړ ګڼي.‌

هند او پاکستان د ۱۹۹۹ کال د فبرورۍ په ۲۱مه یوه اعلامیه لاسلیک کړې چې یو بل ته به د هر ډول بالېستیک توغندیو تر ازمویلو وړاندې خبر ورکوي.‌

دوی د همدې هوکړې له مخې له ځمکې، هوا او اوبو د هر ډول بالېستیک توغندیو تر توغولو درې ورځې وړاندې یو بل د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې خبروي.‌

دغه هېوادونه پر دې سربېره یو بل سره د خپلو اټومي وسلو د ساتلو د ځای ځایګي‌ مالومات هم شریکوي‌ چې له احتمالي غیر قصدي‌ پېښو خوندي پاتې وي.‌

اندېښنه دا ده چې هند او پاکستان د ۱۹۹۹ کال له اعلامیې وروسته ګڼې نورو پرمختللې وسلې جوړې یا پېرلي چې دې هوکړه کې شاملې نه دي او یو بل ته یې مالومات نه ورکوي.

په دغو وسلو کې کروز توغندي‌ هم شامل دي چې د مالوماتو د شریکېدو توافق یې لا نه دی شوی.‌

پاکستان له ۲۰۰۵ کال راهیسې د بابر، بابر دوه او رعد په نوم کروز توغندي‌ ازمویلي‌ دي.

همدا راز هند هم د همدغه براهموس په ګډون ځینې کروز توغندي‌ جوړ کړې دي.‌