"پاکستانی پوځ د هند لخوا هدفي برید مخنیوي لپاره د تیارسي حالت کې دی"

د پاکستان پوځ وايي، د هند له لوري د ممکنه هدفي برید یا (سرجېکل اپرېشن) د مخنیوي لپاره د تیارسي په حالت کې دی.‌

پاکستانی پوځ تور یې پورې کړی چې هند دغه عملیات له خپل کورني سیاست د هندي ولس د پام اړولو لپاره کوي، خو د هند پوځ د پاکستان دغه ادعا پروپاګند بللې.

په ورته وخت کې بیا د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې تور پورې کړی چې په جمو او کشمیر سیمه کې هندي ځواکونو د دوی پر پوستو بریدونه کړي او د پاکستان دوه سرتېري يې وژلي دي.

د پاکستان يو شمېر رسنیو نن پنجشنبه خپلو رپوټونو کې ویلي چې د هند لخوا د پاکستان پر خاوره د هدفي برید شونتیا یو ځل بیا ډېره شوې ده، او له همدې کبله د پاکستان پوځ هم د تیارسي حالت کې دی.

دغه رسنۍ د پاکستاني پوځ له قوله وايي، هند په لداخ او ډوکلام سیمه کې د دوی په ټکیو تر ماتې وروسته اوس یو ځل بیا هم تر کنټرول کرښې دې غاړې د هدفي بریدونو پلان لري،‌ چې دوی يې د مخنیوي لپاره د تیارسي په حالت کې دي.

پاکستانۍ رسنۍ د پوځ د سرچینو له قوله لیکي، هند له خپل کورني سیاست څخه د ولس د پام اړولو لپاره د پاکستان غاړې ته د پوځي عملیاتو پلان لري.

د پاکستانیو سرچینو په خبره هند په دې کار سره هلته د حکومت پر ضد د هندي کروندګرو له احتجاج څخه د ولس پام اړول غواړي.‌

خو یو شمېر هندي رسنیو بیا د هندي پوځ له قوله د پاکستان دغه ادعا یوازې پروپاګند بللې او وايي،‌ د داسې کوم هدفي‌ برید هېڅ پلان یوه شونتیا نشته.

دواړو هېوادونو کې حکومتونه تر فشار لاندې دي

پاکستانۍ رسنۍ د پوځ د سرچینو له قوله دغه خبر داسې مهال ورکوي، چې پاکستان کې بیا هم سیاسي وضعیت کړکېچن دی او د اپوزیسيون ګوندونو د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد له احتجاجونو سره سره د جنورۍ په وروستیو کې د پلازمېنې اسلام اباد په لور د لاریون اعلان کړی.

بل لور ته په هند کې هم له تېرو دوو اوونیو راهیسو سلګونه زره کروندګرو د حکومت لخوا د نویو اصلاحاتو او قانون پر ضد احتجاج پیل کړی.

دغه کروندګر وایي، که یې غوښتنې ونه منل شي‌ نو لویې لارې او ښارونه به وتړي‌ او حکومت ته به لوی سرخوږی جوړ کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ د دواړو هېوادونو له جوړېدو راهیسې اړیکې ترینګلې دي او پوځونه یې څو خل په جګړه کې سره کېوتي دي.