تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوبي په سخته ګرمۍ کې د ښې روغتیا غوره لارې
آیا غواړئ ښه روغتیا او ارامه ژوند ولرئ؟ خو وخت او انرژي نه لرئ چې خپل ژوند بدل کړئ؟
دلته د بي بي سي د علمي خپرونو ویاند ډاکټر مایکل موسلي په لارښوونه تاسو ته له اوبو څښلو نیولې تر استراحت او د ورځې پر مهال د دمې اخیستو اسانه لارې درپېژنو چې په ترسره کولو به یې پر خپل ژوند کې حیرانوونکې اغېز ووینئ
۱- اوبه وڅښئ
د اوړي ګرمې او اوږدې ورځې ښې دي خو دا چې په دغه وخت کې ډېره خوله کوئ او بدن مو ډېرې اوبه له لاسه ورکوي اړتیا ده چې ډېرې اوبه وڅښئ.
زموږ د بدن ۶۰ سلنه برخه له اوبو جوړه ده او دماغ مو له ۹۰ سلنه اوبو جوړ دي نو اړینه ده چې د خپل بدن اوبه پوره وساتو.
ښکاري چې د ورځې اته ګیلاسه اوبه څښل تر ډېره اسانه کار نه وي چې دا یو پخوانی باور دی او کوم ساینسي اساس هم نه لري خو که تاسې د هر وخت ډوډۍ پر مهال یو ګیلاس اوبه وڅښئ هم غوره او هم اسانه لار ده چې هر څوک دا کار کولی شي.
۲- لمر ته کېنئ
اوړی ښه او تود لمر لري نو ښه ده چې له دغه فرصته ګټه واخلئ.
څومره چې کولی شئ باید د ژمي برخه ویټامین ډي مو په اوړي کې پوره کړئ، لمر ته کېناستل د دې لامل کېږي چې ماغزه ډېره اندازه سیروتونین ترشح کړي کوم چې انسان تازه کوي او تمرکز یې زیاتوي.
۳- سهار وختي پلی مزل وکړئ
د دوبي تر ټولو غوره ډالۍ اوږدې ورځې دي،نو ولې یې له روښانه سهار ګټه نه اخلئ؟
دا ثابته شوې چې که تاسې سهار وختي قدم ووهئ روغ اوسالم بدن به ولرئ، سهار وختي پلي تګ وروسته د شپې ښه او ارامه خوب کولی شئ، دا چاره مو د زړه د ناروغۍ خطر هم پام وړ راکموي.
د اوړې له دغه فرصته ګټه واخلئ او سهار وختي قدم وهلو ته ووځئ.
۴- شنه ځای کې ډېر وخت تېر کړئ
طبیعت شفا بښوونکی دی، سکاټلنډ ځینو برخو کې ډاکټران طبیعت او شنو ځایونو کې د وخت تېرولو وړاندیز کوي، په ځانګړې ډول هغه کسانو د درملنې غوره لاره یې تل همدا وي چې د زړه تنګي او د زړه ناروغي لري.
نوې څېړنې ښيي هره اوونۍ طبیعت کې شاوخوا ۱۲۰ دقیقې وخت تېرول د درملنې غوره لار ده چې د انسان فشار او سټرېس راکموي.
نو زړه مو طبیعت سره وخت تېرولو ته پرېږدئ چې خپل ارام ومومي.
۵- په سړو اوبو ولامبئ
کله چې هوا توده او ډېره ګرمي وي په سړو اوبو لمبل مو تازه کوي، او دا کار ډېرې روغتیايي ګټې هم لري.
څېړنو موندلې چې پر سړو اوبو لمبل مو بدن کې د ډوپامین، سیروتونین او بیتا اندروفین کچه لوړوی او د بدن معافیت سیسټم مو پیاوړی کوي.
دغه چاره له روماتیزم نیولې تر ژور خپګان د بېلابېلو ناروغیو سره میارزه کوي، نو د روغ صحت او تازه پاتې کېدو لپاره یخې اوبه وکاروئ.
۶- کتاب ولولئ
که د دوبي پر مهال ازادې هوا ته په شنه ځای کې ناست یاست او لمر اخلئ نو د خپل ذهن هڅولو لپاره کتاب ولولئ.
څېړنو ښودلې چې لوستل د فشار کمولو غوره لار د او اغېز یې پر بدن له (موسیقۍ اوریدو او هېڅ نه کولو) ډېر دی.
کتاب لوستل د هغو کسانو د درملنې غوره لار هم ده چې پر خپګان اخته وي. نو که پلان لرئ چې پر رخصتۍ لاړ شئ دا مه هېروئ چې ځان سره د کیسو یو څو کتابونه هم واخلئ.
۷- ورځ کې یوه سترګه خوب وکړئ
آیا د ګرمۍ له امله د ستړیا احساس کوئ؟ ویده شئ، د ورځې په اوږدو کې یوه سترګه خوب وکړئ.
د ورځې پر مهال لنډ خوب د زړه د حملې خطر کموي، حافظه پیاوړې کوي او په انسان کې د نویو شیانو د زده کړې وړتیا زیاتوي.
د ورځې په اوږدې کې شاوخوا ۹۰ دقیقې خوب مو روغتیا ته ګټور دی، آن په ورځ کې له ۵ تر ۲۰ دقیقو ارام او سترګې پټول مو ذکاوت او هوښیاري زیاتوي.
نو که غواړئ چې د دوبي پر مهال ستړیا سره مبارزه وکړئ یوه سترګه خوب مه هېروئ.
۸- خپل ځان پیاوړی تصور کړئ
که څه هم موږ ټول غواړو چې روغ او سالم بدن ولرو خو د تمرین کولو لپاره بشپړه انګېزه نه لرو، په ځانګړې توګه د کال په ګرمو میاشتو کې، دا غوره ګڼو چې کمپله پر ځان واچوو او پر کوچ ځان وغځوو.
خو اړینه ده چې له فرصتونو ګټه پورته کړئ، څېړنې ښودلې چې تاسې یې یوازې په اړه فکر هم وکړئ کولی شئ ځان قوي احساس کړئ.
تصور کول داسې یو قوت دی چې تاسې ته مثبته انرژي درکوي چې له دې سره تاسې ځان ځواکمن او پیاوړي احساسوئ.
که تاسې تمرین پیل کړئ خامخا د تمرین کولو پر مهال مثبت فکر کوئ چې دا کار تاسې د خپل ځان د قوت تر ټکو رسوي.
نو ولې خپلې فزیکې روزنې ته دوام نه ورکوئ؟ داسې حال کې چې ښکاري تاسې پیاوړي یاست؟
۹- د کور بوټوته پاملرنه وکړئ
اوړی هغه موسم دی چې بوټو او د ونو سیوري ته د خلکو پام زیات اړوي. که تاسې د بوټو د کرلو لپاره خلاص ځای نه لرئ کولی شئ کور ته دننه یې راوړئ.
د کور بوټۍ د هوا پاکولو او د کور دننه ککړې هوا د کمولو غوره لار ده.
په کور شته بوټي مو تمرکز زیاتوي او د ذهني ارامښت سبب مو ګرځي، نو راځئ د ښې روغتیا لپاره په خپلو کورونو کې بوټي وساتو.
۱۰- ځان ته وخت ورکړئ او ارام وکړئ
انسان د ورځې په اوږدو کې دمې او ارام ته اړتیا لري، استراحت کول او ځان ته وخت ورکول مو تمرکز لوړوي او تاسې ته د دې فرصت درکوي چې د ژوند په چارو کې ښه پرېکړه وکړئ.
خپل ذهن ته وخت ورکړئ او پرېږدئ چې په ځينو شیانو فکر وکړي، آن ۳ دقیقې ارام مو د زړه ضربان کموي او دقت مو زیاتوي، داسې دې کار ته د لټۍ نوم مه ورکوئ.
دا یو ساینسي میتود دی چې پر مټ یې تاسې روغ پاتې کېدای شئ.