تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټرالیا کې د تودوخې درجې ریکارډ مات کړ
استرالیا کې د تاریخ له ډېرو سختو توده ورځ تېره شوه. د شنبې له ورځې راهیسې دغه هېواد کې د تودوخې یوه سخته څپه راغلې چې له کبله یې ځنیې کسان ناروغ شوي او پر ځینو ونو، بوټو اور لګېدلی دی.
د هوا پېژندنې ادارې په وینا دې ورځو کې په اوسط ډول معمولاُ د تودوخې درجه تر ۴۰ اوړي.
د دغه هېواد په نونا نومي ښار کې د شپې مهال تودوخې درجه ۳۵ اعشاریه نهو ته رسېدلې وه او په ځینې سیمو کې بیا د ورځې تر ۳۹ درجو پورې لوړه شوې ده. د هوا پېژندنې اداره وايي، دا تر اوسه په ریکارډ شوې درجې کې تر ټولو لوړه ده.
د دغې ادارې په وینا د هېواد پراخو دښتو کې به د جمعې پر ورځ د تودوخې درجه ۴۲ ته ورسېږي.
کار پوهانو د تودوخې اوسنۍ څپه د ۲۰۱۳ کال له یوې ورته څپې سره پرتله کړې، چې څو ورځې پرلپسې ۳۹ درجې تودوخه وه.
په اسټرالیا کې د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ اوومه تر ټولو توده ورځ بلل کېږي، چې په ټول هېواد کې د اوسط تودوخې درجه ۴۰ اعشاریه درې درجو ته ورسېده.
د هوا پېژندنې ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي بلیر ټریوین د روانې اونۍ پیل کې بي بي سي ته وویل:
''اوسنۍ توده څپه د پراخوالي او اوږدوالي له کبله د ۲۰۱۳ کال تودوخي څپې ته ورته ده، چې په استرالیا کې ریکارډ لري. له دې مخکې هم د تودوخې زورورې څپې راغلې دي، خو د هېواد دومره پراخه برخه یې نه وه لاندې کړې. ''
ماهرین وايي، د اونۍ پای کې به د هېواد په سویلي او مرکزي برخو کې د تودوخي درجه ولوېږي، خو د هېواد په لویدیځه برخه کې به بېرته دغه درجه پورته شي. ځايي اوسېدونکو له جل وهلو د ځان ژغورنې لپاره، د اوبو ډنډونو او سمندرغاړو ته مخه کړې.