د اسټرالیايي پوځيانو د ځان وژنې لوړه کچه؛ حکومت 'ملي غمیزه' بللې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسټرالیا پوځ د اوسنیو او پخوانیو غړو لخوا د ځان وژنې لوړې کچې په اړه د یوه تازه رپوټ له خپرېدو وروسته د سرتېرو لخوا ځان وژنه "ملي غمیزه" بلل شوې ده.
له دغو ځواکونو یو شمېر عراق او افغانستان کې دندې ترسره کړې.
اسټرالیا کې د عامه څېړنو د ټولو مخکښ بنسټ سلطنتي کمېسیون تېرو ۸ میاشتو کې د دغو ځان وژنو په اړه له سلګونو کسانو سره مرکې کړې.
دا کمېسیون په ۲۰۲۰ کال کې جوړ شوی دی.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې د اسټرالیا د دفاعي ځواک له ۱۲۰۰ ډېرو اوسنیو او پخوانیو غړو ځانونه وژلي دي.
څېړنو موندلې چې د عامو خلکو پرتله د پخوانيو سرتېرو لخوا د ځان وژنې امکان ډېر دی.
دې څېړنو کې موندل شوې چې له پوځي خدمته فارغ شوي ښځینه او نارینه له بیروکراسۍ او همدا راز د دولتي ملاتړ له کمښته کړېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسټرالیا حکومت له دې کبله بښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې سملاسي به د دغه رپوټ د سپارښتونو پلي کېدو لپاره لاس په کار شي.
اسټرالیا کې د پخوانیو عسکرو وزیر مېټ کیو ویلي "دا تباهي ده چې اسټرالیا تېر شل کاله افغانستان او عراق کې د عملیاتو پرتله ډېر اوسني او پخواني سرتېري د ځان وژنې له کبله له لاسه ورکړي."
دې څېړنو لپاره ګومارل شوي سلطنتي کمېسیون موندلې چې د پوځي خدمت د مهال روحي او فزیکي ټپونه، ملکي ژوند ته په ګرځېدو او له پوځي خدمت وروسته د دولتي ملاتړ ترلاسه کولو کې ستونزې د پوځیانو لخوا د ځان وژنې ستر لاملونه دي.
دا دغه کمېسیون د رپوټ لومړنۍ بڼه ده او ټاکلې بشپړه یې تر لا ډېرو څېړنو او مرکو وروسته د ۲۰۲۴ کال جون کې خپره شي.
دغو څېړنو کې سناتورې جاکوئي لمبي هم برخه اخیستې او خپله شخصي تجربه یې شریکه کړې ده.
هغې د پوځي خدمت پر مهال له ټپي کېدو وروسته حکومت سره د ازالې یا خسارې پر سر د لانجو له کبله د ځان وژنې هڅې او خپلو زامنو ته د خدای پامانۍ لیک د لیکلو کیسه کړې ده.
نوموړې ویلي "دا راته ستونزمنه وه چې د ژوند دوام ته دلیل ومومم... آن د زامنو لپاره مې هم. نور د مبارزې سیکه راکې نه وه پاتې."

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه بل پخواني سرتېري چې له افغانستانه ګرځېدلی څېړونکو ته دا کیسه کړې چې څرنګه هغه څه سره ژوند ورته ګران شوی و، چې افغانستان کې یې لیدلې دي.
په دې څېړنه کې د اسټرالیا دفاعي ځواک کې د فرهنګي مسایلو او د حکومت لخوا د ځان وژنې لوړې کچې ته د نه رسېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې.
څېړونکو سپارښتنه کړې چې حکومت باید ژر د غرامت او ملاتړ ګڼو غوښتنو ته ورسېږي.
د پخواني عسکرو وزیر کیو د دغو موندنو له کبله د بښنې پر غوښتلو سربېره ژمنه کړې چې حکومت به د دغو سپارښتنو عملي کېدو ته د لومړیتوب ورکړي.
دغه وزارت ویلي چې وار له مخه یې د ستونزو حل لپاره ۵۰۰ اضافي کارکوونکي ګومارلي دي.










