تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تایوان د بهرنیو چارو وزیر دې هېواد ته د پلوسي د سفر دفاع وکړه
د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزېف وو له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې دې ټاپو ته د امریکا د سياستوالې نانسي پلوسي د لنډ خو جنجالي سفر دفاع وکړه.
نوموړي د چين هغه لوی پوځي تمرينونه هم وغندل د پنچشنبې په ورځ يې د دې هېواد په شاوخوا کې پيل کړي.
ښاغلي جوزف د نانسي پلوسي ليدنه خورا د پام وړ وبلله او زياته يې کړه چې د چين غبرګون به پلازمېنې ته د ډيموکراټيکو سياستوالو د ورتګ مخه ونه نيسي.
دا په داسې حال کې ده چې چینايي جنګي الوتکې او بېړۍ پر دویمه ورځ بیا د چین او تایوان تر منځ له سمندري کرښې د تایوان لور ته اوښتې دي.
بل لور د تایوان دفاع وزارت وايي، هغه توغندیز سیسټم یې ځای پر ځای کړی چې له ځمکې پر ځمکه ګوزار کوي او د وضعیت څارنې لپاره یې الوتکې او بېړۍ چمتو کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر چینايي کښتۍ او الوتکې نن ګهیځ په سمندر کې د مرکزي چین او تایوان له سمندري حدودو تېرې شوې.
د تایوان دفاع وزارت خپله هغه ژمنه تکرار کړې چې په لوړ کچ محاربوي چمتوالی لري، خو جګړه نه غواړي.
د چین دا تر ټولو ستر پوځي تمرینونه تایوان ته د امریکا کانګرېس استازو جرګې مشرې نانسي پیلوسې سفر ته د بیجینګ غبرګون بلل کېږي. خو خپله اغلې پیلوسې ټینګار کوي چې تایپي ته دا ناندریز سفر یې، چې چین یې وار له مخه خبرداری ورکړی و، د شخصي ګټو په پار نه و.
نوموړې په جاپان کې د خبرو پر مهال وویل، امریکا به اجازه ور نه کړي چې چین تایوان ګوښی کړی.
پرون پنجشنبه چینايي ځواکونو د تایوان شمال ختيځو او سویل لویدیځو ساحلونو ته نژدې په سمندر کې د بالسټیک توغندیو ګوزارونه وکړل.
د تایوان چارواکي وايي، دا تمرینات چې د الوتکو او بېړیو لپاره د تایوان هوايي او سمندري حدودو کارولو مخه نیسي، د دوی ملي حاکمیت ګواښي او د محاصرې مانا لري.
تایوان او امریکا دواړه پر چین تور پورې کوي چې غواړي په تایوان تنګي کې اوسنی وضعیت بدل کړي.
"د چين د پراخولو خوب"
د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزف وو، ویلي چې، "د چین د پراخولو لپاره تایوان وروستۍ سيمه نه ده"
دغه چارواکي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې د چین پر کړنو پام وساتي ځکه چې په خبره یې، د چین دغه خوب، چې د خپلې ځمکې د پراخولو لپاره یې لري، یوازې تر تایوان به محدود پاتې نه شي.
جوزف وو همدا راز ویلي، پرته له دې چې خپله ازادي اعلان کړي، غواړي د یوه خپلواکه ټاپو وزمه په توګه د تایوان حیثیت او پکې شته جمهوريت وساتي.
خو چين وايي چې دا سيمه د دغه هېواد اړوند ده.
چین تایوان ته د خپل یوه داسې ایالت په نظر ګوري چې ترې بېل شوی او بېرته به ورسره یو ځای کېږي، چې په دې لړ کې د اړتیا پر مهال د زور کارول هم نه ردوي.
امریکا متحده ایالتونه تایوان په رسمیت نه پېژني، خو کلک اړیکي ورسره پالي.
د یادولو ده چې هلته د چین د پوځي تمرینونو له کبله سلګونه سمندري بېړۍ اړ شوې دي چې خپلې لارې او منزلونه بدل کړي چې د ښاغلي جوزف په خبره، نړيوالې سوداګرۍ ته يې تاوان رسولی او د لېږد رالېږد بهیر يې ځپلی دی.