چین د پېلوسي له سفر وروسته تايوان ته څېرمه توغندي توغولي

چين د تايوان ټاپو ته د امریکا د جکپوړې سياستوالې نانسي پلوسي له سفر وروسته د لويو پوځي تمريناتو پر مهال دغه هېواد ته څېرمه توغندي توغولي دي.

تايوان وايي، چين يې د هېواد شمال ختيځ او سوېل لوېديځ ساحلونو شاوخوا ۱۱ بالستيک توغندي توغولي دي.

جاپان ويلي، پنځه چينايي توغندي هم د دوی په اوبو کې لوېدلي دي او پوځين تمرينونو د سملاسي بندېدو غوښتنه يې کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د تایوان د دفاع وزارت د یوې سرچینې په حواله ویلي، چین په سیمه ییز وخت ۱۳:۵۶ بجه د تایوان پر شمال ختیځو او سوېل لوېدیځو ساحلي سیمو دوه "دانګفنګ" بالستیک توغندي توغولي دي.

دانګفنګ توغندي تر ډېره د چین د ازادۍ غوښتونکو د پوځ له لوري توغول کېږي.

رویټرز وايي، د تایوان دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغو توغندیو د توغولو غبرګون کې یې خپل دفاعي سیستم فعال کړی او زیاتوي چې د چین دا نامنطقي ګام چې د سیمې ټیکاو له منځه وړي، غندي.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي، د یو اېس اېس رونالډ ریګن په نامه الوتک لېږدوونکې بېړۍ یې د تایوان سوېل ختیځو اوبو په ګډون د اقیانوس خوا ته خوځېدلې ده.

د سمندري ځواکونو ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل: "یو اېس اېس رونالډ ریګن او یرغلیزه ډله د فیلیپین اوبو کې د عادي عملیاتو په حال کې ده او دا پلان شوي عملیات یې د هندي او ارام سمندر د ملاتړ او ازادۍ په پار د خپلې روټینې ګزمې برخه ده".

د تایوان ولسمشرې څای اینګ وېن د جي اوو هېوادونو مننه کړې چې د سیمې د سولې او ټیکاو ملا یې تړلې ده.

هغې دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې د اوو سترو هېوادونو سرمشریزې له چین وغوښتل چې د تایوان تنګي کې ترینګلتیا په سوله ییز ډول حل کړي.

څای پر یوه ټویټ کې لیکلي: "تایوان زموږ د موجوده وضعیت او هغې دیموکراسۍ دفاع ته ژمن دی چې په سختۍ مو ترلاسه کړې ده".

"موږ به له خپلو همفکره ملګروسره کار کوو چې د هندي او ارام سمندرسیمې ازادې او پرانیستې وساتو."

د چین دا پوځي تمرینات تایوان ته د امریکا کانګرېس استازو جرګې مشرې نانسي پیلوسي له هغه ناندریز سفره وروسته پیل شوي، چې چین یې له مخکې خبرداری ورکړی و. پېلوسي تایوان ته خپل سفر بشپړ کړی او بېرته ستنه شوې ده.

دغه تمرینات چې چینايي پوځیان په کې اصلي مرمۍ او باروت کاروي، له تایوان ټاپو یوازې ۱۲ میله لېرې روان دي، چې دا تر اوسه تایوان ته تر ټولو نژدې روان چینايي تمرینات بلل کېږي.

د چین ازادۍ پوځ 'پي ایل اې ' قوماندې ختیځ مرکز وايي، د تایوان تنګي په ختیځه برخه کې یې د اوږده واټن کره ګوزارونه کړي دي.

د پوځ په وینا د پلان شویو تمریناتو لړ کې ''هغه پایلې ترلاسه شوې چې تمه یې کېده. '' د چین د دفاع وزارت پرون ویلي و، د چارشنبې په ورځ د تایوان ټاپو شاوخوا کې د پوځي مانورو سربېره به د تایوان تنګي کې چې دغه ټاپو د وچې له لارې له چین جلا کوي، د اوږده واټن ډزې وکړي.

بل لور تایوان پوځ وايي، چین دا بې مخینې تمرینات د دې لپاره کوي چې د اوسني وضعیت بدلولو هڅه کوي.

د تایوان دفاع وزارت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''موږ تاوتریخوالی نه غواړو، خو د امنیت او پر خاورې د حاکمیت په موضوع کې نه پر شا کېږو. ''

په یوه بله اعلامیه کې د تایوان دفاع وزارت وايي: ''موږ پر هغو اصولو ولاړ یو چې د یوې داسې جګړې لپاره چمتو کېږو چې نه یې غواړو. ''

له دې مخکې پر پنجشنبه د تایوان بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې چین له پوځي فعالیتونو منع کړي.

دا په داسې حال کې ده چې چین تایوان ته د امریکا د استازو جرګې مشرې سفر ته په غبرګون کې دغه سفر "خورا خطرناک" بللی او ویلي یې و چې اغلې پلوسي په دې توګه له "اور سره لوبې کوي".

د چین دفاع وزارت له هغه وروسته د تایوان ټاپو شاوخوا کې یولړ پوځي مانورې پیل کړې او د "مشخصو هدفونو پوځي عمل" ترسره کولو خبرداری یې ورکړ.

د تایوان تنګي په اوږدو کې په تازه پرمختګ کې، تایوان ویلي، هلته یې الوتکې استولې او د خپلې هوايي دفاع سیمه کې یې د چین د فعالیتونو څارلو لپاره توغندیز سیستم ځای پرځای کړی.

د تایوان دفاع وزارت وايي، د چین تازه مانور کې ‍۱۶ جنګي سوخوی ۳۰ الوتکې او ۱۱ نورې الوتکې هم شته.

د تایوان د امنیتي پلان یوې باخبره سرچینې رویټرز ته ویلي، هغه ۲۲ الوتکې چې د منځ له کرښې تېرې شوې دي، د نارسمي جلا سیمې پر اسمان نه دي چورلېدلې.

معمولاً د دواړو لوریو الوتکې د منځ له کرښې نه تېرېږي.

نړیوال غبرګونونه

د تایوان او چین دغې ترینګلتیا په لومړنیو غبرګونونو کې د اوو سترو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د تایوان د تنګي په تړاو د چین پر "فعالیتونو اندېښنه" ښودلې ده.

دوی په یوه رسمي بیان کې خبرداری ورکړی چې د چین فعالیتونه "د ناضروري ترینګلتیا ډېرولو وېره" رامنځ ته کوي او بیجینګ یې هڅولې چې نور دې په سیمه کې "په زور له یوه لوري د وضعیت لا ترینګلي کولو ته" لمن نه وهي.

د چین واحد سیاست؟

له ۱۹۷۹ کال راهیسې امریکا د چین "واحد سیاست" منلی دی.

په دې مانا چې امریکا د چین پر دریځ اعتراف کړی، او هلته یوازې یو چینايي حکومت منل کېدای شي.

ددغې تګلارې له مخې، امریکا له چین سره رسمي اړیکي لري، نه له تایوان سره.

خو امریکا لاهم د تایوان ټاپو ملا تړي او له خپل ځانه ددفاع لپاره یې د وسلو په ګډون د مرستې ټټر هم ورته وهلی دی.

د چین واکمن کمونیست ګوند ویلي، که تایوان خپله خپلواکي په رسمي توګه اعلان کړي، نو دوی به له زوره کار واخلي.