تایوان ته د پېلوسي له سفر وروسته چین غواړي خپله ځواکمنتیا وښيي

په داسې حال کې چې چین تایوان ته د امریکا د استازو جرګې مشرې 'نانسي پېلوسي' سفر ته په غبرګون کې دغه "خورا خطرناک" بللی او ویلي یې دي چې اغلې پلوسي په دې توګه له "اور سره لوبې کوي"، د چین دفاع وزارت د تایوان ټاپو شاوخوا کې یولړ پوځي مانورې پیل کړې او د "مشخصو هدفونو پوځي عمل" ترسره کولو خبرداری یې ورکړی دی.

پېلوسي تایوان ته خپل سفر بشپړ کړی او بېرته ستنه شوې ده.

د چین د دفاع وزارت وویل، د چارشنبې په ورځ د تایوان ټاپو شاوخوا کې د پوځي مانورو سربېره به د تایوان تنګي کې- چې دغه ټاپو د وچې له لارې له چین جلا کوي- د اوږد واټن ویشتونکې ډزې وکړي.

چین دا هم ویلي چې له تایوان به د ځینو مېوو او کبانو واردول وځنډوي او دغه ټاپو ته به د طبیعي رېګ صادرول هم بند کړي.

چین د تایوان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی، چې په ۲۰۲۱ کال یې د دوه اړخیزې سوداګریزې راکړې ورکړې ارزښت په سلو کې ۲۶ لوړ (یعنې ۳۲۸ میلیارد ډالرو) ته ختلی و.

د تایوان ولسمشرې څای اېنګ وېن د چارشنبې په ورځ وویل، د چین د هغه رامنځ ته کېدونکي ګواښ پر وړاندې به له خپل "دریځه شاته نه شي" چې تایوان ته نژدې بېجینګ پوځي مانورې پیل کړې دي.

دا ترینګلتیا تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پېلوسي تر سفر وروسته رامنځ ته شوې ده.

له اغلې وېن سره د لیدنې پرمهال پلوسي وویل، سیمې ته له "سولې" سره راغلې، چې په وینا یې امریکا به د دغه دیموکراتیک ټاپو په اړه -چې تل د چین د یرغل تر ګواښ لاندې دی- له خپلو ژمنو په شا نه شي.

دا له ۲۵ کلونو راهیسې تایوان ته د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي لومړنی سفر دی.

د چین غبرګون

د چین د بهرنیو چارو وزارت دا سفر غندلی او دا یې له بجینګ سره د امریکا د ژمنو "نقضول" بللي چې په وینا یې "د سیمې ټیکاو او سولې ته به خطرناکې پایلې" ولري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د چارشنبې په ورځ وویل، هغه کسان به مجازات کړي چې بیجینګ ته زیان اړول غواړي. هغه د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو یوې سرمشریزې ته وویل، امریکا د دیموکراسۍ په نامه د پردې تر شا د چین د ځمکنۍ بشپړتیا سپکاوی کوي.

چین د امریکا سفیر نیکولاس بیرنز هم د سې شنبې په ورځ ورغوښتی او تایوان ته یې د اغلې پلوسي د سفر احتجاج ورته کړی.

د اوږد واټن ویشتونکې ډزې

په چین کې سیمه ییزو حکومتي رسنیو ویلي، د چین پوځ به له چارشنبې ورځې پوځي تمرینونه او ډزې کوي او د تمریناتو سیمې ته به هېڅ ډول بېړۍ او ملکي الوتکې نه پرېږدي.

چین همداشان د پېلوسي د سفر په غبرګون کې تایوان ته د ۳۵ ډوله بیسکوټ او معجون واردول هم درولي.‌

بسکوټ او معجون د تایوان، هانګ کانګ او چین ترمنځ له مهمو تجارتي توکو ګڼل کېږي.

په ۲۰۲۱ کې دریمه برخه تایواني صادرات بسکوټ او معجون و،‌ چې ټول ټال ارزښت یې شاوخوا ۶۴۶ میلیون ډالر کېده او په ۲۰۲۰ کال، ۶۶۰ میلیون ډالر و.

شمېرې ښيي چې تر ۱۰۰ ډېر تایواني شرکتونه به له دغو بندیزونو وروسته له چین سره له راکړې ورکړې محروم شي.