امریکا چارواکو د بیزو تڼاکې وېروس خپرېدل بېړنیز روغتیايي حالت بللی

د عکس سرچینه، EPA
امریکا متحدو ایالتونو په بیزو تڼاکو یا د منکي فوکس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ډېرېدو وروسته دا یو بېړنیز روغتیايي حالت بللی دی.
له تازه پرېکړې سره به د دې ویروس مخنیوي لړ کې د واکسینو وېش، درملنې لپاره د فدرالي سرچینو کارولو لړۍ چټکه شي.
په امریکا کې دا وضعیت له هغه وروسته اعلانېږي چې ملګرو ملتونو روغتیا سازمان 'ډبلیو ایچ او ' په نړیواله کچه د دې ناروغۍ پېښو له ډېرېدو وروسته د سخت بېړنیز حالت خبرداری خپور کړ.
روغتیايي چارواکي وايي، په متحده ایالتونو کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر له شپږ زره شپږ سوه تنو ډېر شوی دی.
د دې ناروغانو یو څلورمه برخه په نیویارک ایالت کې دي، چې دې ایالت په خپل ځای تېره اونۍ بېړنیز حالت اعلان کړی. دوو نورو ایالتونو چې د ناروغانو شمېر پکې ډېر دی، کالفورنیا او ایلینوایس بیا روانه اونۍ بېړنی حالت اعلان کړ.
په امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز 'سي ډي سي ' مسوولین وايي، په نړۍ کې پر دې وېروس د اخته ثبت شویو کسانو شمېر له ۲۶۰۰ تنو ډېر شوی دی.
ځینې روغتیايي کارپوهان بیا اندېښنه څرګندوي چې د بېړنیز حالت اعلان به دا ناروغي نوره هم بدنامه کړي. که څه هم هر څوک په دې وېروس اخته کېدای شي، خو ویل کېږي د هغه نارینه وو احتمالي خطر ډېر دی، چې له بل نارینه سره جنسي اړیکي لري.
خو ماهرین وايي، دا په ټول کې د جنسي اړیکو له لارې د لېږدېدونکی وېروسونو 'اېس ټي ای ' له ډلې نه دی، بلکې پرې اخته کس ته له زیات ورنژدې کېدو وروسته یې هر څوک اخیستلای شي.
پر وېروس د اخته کسانو پر بدن تڼاکو ته ورته داغونه پیدا کېږي، چې سخت خارښ او درد کوي. په بالغو کسانو کې د دې وېروس علامات ډېر سخت نه وي، خو ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، ګڼ شمېر کم عمره ماشومان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي هم دي.
په امریکا او ځینو نورو سیمو کې چارواکو هم جنس خوښو نارینه وو او د روغتیايي کارکوونکو په ګډون هغو کسانو ته چې پر وېروس د اخته کېدو له احتمالي خطر سره مخامخ دي، وړاندیز کړی، چې د لومړیتوب پر بنسټ د وېروس مخنیوي واکسین وکړي.










