د هند کیراله کې د بیزو چیچک لومړنۍ مړینه تایید شوه

بیزو چیچک

د عکس سرچینه، Getty Images

هند په سویلي ایالت کیراله کې د بیزو چیچک لومړۍ مړینه تایید کړه.

پر بیزوګي چیچک اخته یو ۲۲ کلن سړی چې تازه له عربي اماراتو دغه ایالت ته تللی و د شنبې پر ورځ دغې ناروغۍ مړ کړی.

د کیرالې روغتیا وزیره وینا جورج ویلي، سړی بهر کې پر دغه ناروغۍ اخته شوی، ازمایښت یې هم مثبت و او له مړینې وروسته هم د یاد ویروس موجودیت پکې ښکاره شوی.

دا له افریقا بهر د نړۍ په کچه د بیزو چیچک څلورمه مړینه ده چې تر دې دمه تایید شوې.

د روغتیا وزیرې خبریالانو ته ویلي، نوموړي سره اړیکه کې ۲نور کسان د "لوړګواښ " په توګه پېژندل شوي او جلا کړل شوي دي.

په دغو کسانو کې د ناروغ کورنۍ، ملګري، او هغه ۹ کسان شامل دي چې وروستیو ورځو کې یې ورسره یو ځای د فوټبال لوبه کړې.

د بیزو چیچک د هغو ویروسونو له ډلې دی چې ډاکټران یې د اخته کېدو شونتیا کمه یادوي.

د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو اېچ او) تېره میاشت د بیزو چیچک ویروس خپرېدل نړیوال روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړ.

آغلی جورج ویلي، کیراله کې د سړي له مړینې وروسته د هغه د طبي ريوټونو د کتلو لپاره د لوړې کچې کمېټه جوړه کړې وه.

نوموړې د یکشنبې پر ورځ نیوز مېنټ ویب پاڼې ته ویلي کله چې د جولای پر ۲۷ ناروغ روغتون کې بستر تبه یې لرله او مړۍ یې پړسېدلې وې. داسې هېڅ نښه پکې نه وه لیدل شوې چې ډاکټرانو پرې پر بیزو چیچک د اخته کېدو شک کړی وای.

د یادې وزیرې په وینا، کیرالې ته له راتلو د مخه د جولای پر ۱۹ متحده عربي اماراتو کې د دغه سړي د ویروس ازمایښت پایله مثبته راختلې وه خو د هغه کورنۍ د جولای په ۳۰ روغتیايي چارواکو ته د مړ شوي کس د ناروغۍ خبر ورکړی و او روغتون ته له بیولو وروسته یې روغتیايي وضعیت خراب شوی.

روغتیايي چارواکي وايي،پلټنه کوي چې دغه کس سره طبي مرسته کې ولې ځنډ شوی.

هند تر دې دمه د بیزو چیچک ۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی ۳ کیراله کې او ۱ په پلازمینه ډیلي کې.

لومړی ناروغ چې د جولای په ۱۴ یې د ازمایښت پایله مثبته وه تر درملنې وروسته بېرته رغېدلی دی.