د بیزو چیچک: له افریقا بهر لومړنۍ مړینه برازيل کې ثبت شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
له افریقا بهر برازیل او اسپانیا د بیزو چیچک له کبله د مړينو راپور ورکړی دی.
په برازیل کې یو ۴۲ کلن سړی د بیزو چیچک له کبله مړ شو چې دا له افریقا بهر د یاد وېروس له امله لومړنۍ مړينه ده.
له دې وروسته اروپا کې هم د بیزو چیچک له کبله دوه مړينې ثبت شوې چې دواړه په اسپانیا کې پېښې شوې دي.
دا عفونیت یو څه پڅ په مخ ځي له همدې کبله په ټولیزه توګه عامو وګړو ته ډېر په چټکۍ نه شي خپرېدلی خو د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د ډېر احتیاط سپارښتنه شوې ده.
د جمعې په ورځ د برازیل د روغتیا وزارت وویل چې د وژل شوي کس بدن معافیت ډېر کمزوری و او له همدې کبله یې روغتیايي وضعیت زیات خراب شو".
برازیل تر دې دمه د وېروس ۱۰۶۶ تایید شوې قضیې او ۵۱۳ شکمنې قضیې ثبت کړې دي.
د برازیل د روغتیا وزارت معلومات ښیي چې له ۹۸٪ څخه ډیرې تایید شوې قضیې په هغو نارینه وو کې وې چې له نارینه وو سره جنسي اړیکه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې اعلانه لږ وروسته اسپانيا هم له دې وېروسه د لومړنۍ مړينې خبر ورکړ.
اسپانیا د شنبې په ورځ دویمه مړینه هم اعلان کړه چې دا ناروغ انسان هم د بیزو چیچ کله کبله وژل شوی و.
د اسپانیا روغتیا وزارت وايي، ۳،۷۵۰ کسان په یادې ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې یې ۱۲۰ تنه یا ۳،۲ سلنه یې روغتون کې بستر شوي دي.
د متحده ایالاتو د د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز اعلان کړی چې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۲۱،۱۴۸ کسان ثبت شوي چې په دې ناروغۍ اخته دي.
د بیزو چیچک یا منکي پاکس ځکه ورته وایي چې یاد وېروس په لومړي ځل په بیزوګانو کې موندل شوی و.
د چیچک دا بڼه د عادي چیچک پرتله لږه سخته وي او کارپوهان وايي چې پرې د اخته کېدو امکان یې هم لږ دی.

د عکس سرچینه، Spl
دا ناروغي د مرکزي او لوېدیځې افریقا په لېرې پرتو ځنګلي سیمو کې ډېره عامه ده.
د بیزو چیچک وېروس دوه اصلي ډولونه لري چې یو یې لوېدیځ افریقايي ډول او بل یې مرکزي افریقايي ډول.
روغتیایی چارواکي خلکو ته سپارښتنه کوي چې د دې وېروس پر وړاندې مبارزې لپاره باید همجنس بازان، دوه جنسه کسان او روغتیايي کار کوونکي ژر تر ژره واکسین شي.
تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان د مانکي پاکس یا 'بیزو چیچک' خپرېدل په نړیواله کچه بېړنۍ روغتیایي حالت اعلان کړ.
دا د یوې ناروغۍ په تړاو تر ټولو د لومړنۍ کچې خبرداری و.
دا اعلان د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو چارو کمېټې تر دویمې ناستې وروسته داسې مهال شوی چې د نړۍ لر و بر کې د دې ناورغۍ پېښې په ډېرېدو دي.












