'منکي پاکس' یا د بیزوګي چیچک څه ډول ناروغي ده؟

منکی پوکس

د عکس سرچینه، Getty Images

بیزوګي چیچګ ناروغي لږ تر لږه د نړۍ په ۱۲ هیوادونو کې موندل شوې چې تر دې دمه یې تر ۸۰ ډېر پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ۵۰ نورو مشکوکو پېښو څېړنه روانه ده.

یاد سازمان خبرداری ورکړ ی چې کېدای شي د پېښو شمېر ‌ډېر شي.

د يادونې وړ ده، چې د نهو اروپايي هېوادونو ترڅنګ امريکا، کاناډا او اسټراليا کې هم د بیزوګي چیچک ناروغۍ تائید شوې ده.

دا ناروغي هم په هغو ناروغیو کې راځي چې د چیچک وېروس له کبله پېښېږي.

د بیزوګي چیچک یا منکي پاکس ځکه ورته وایي چې یاد وېروس په لومړي ځل په بیزوګانو کې موندل شوی و.

د چیچک دا بڼه د عادي چیچک پرتله لږه سخته وي او کارپوهان وايي چې پرې د اخته کېدو امکان یې هم لږ دی.

منکی پوکس

د عکس سرچینه، Getty Images

دا ناروغي د مرکزي او لویدیځې افریقا په لېرې پرتو ځنګلي سیمو کې ډېره عامه ده.

د بیزوګي چیچک ویروس دوه اصلي ډولونه لري چې یو یې لوېدیځ افریقايي ډول او بل یې مرکزي افریقايي ډول.

د دې ناروغۍ نښې څه دي؟

په لومړنیو نښو کې تبه، سر درد، د بدن ځینو برخو پړسوب، د ملا درد، د عضلاتو درد، او عمومي ستړیا شامل دی.

کله چې تبه پیل شي، د پوستکي رنګ سور اوړي او دانې پرې راخېژي. ډیری وختونه د مخ څخه پیل کیږي او بیا د بدن نورو برخو ته خپریږي.

د پوستکي دا سوروالی یا ټناکې کېدل د سخت خارښ لامل کېږي او دا حالت څو پړاوونه لري. ان تر دې چې چې پوستکی وچېږي تویېږي.

څو ورځې وروسته پوستکی تازه کېږي، خو کېدای شي د تڼاکو داغونه پاتې شي.

د بیزوګي چیچک لپاره کوم ځانګړی واکسین نه شته خو د چیچک واکسین ۸۵ سلنه ګټور تمامېږي ځکه دا دواړه وېروسه ډېر یو بل ته سره نژدې دي.

انسانان څنګه په دې ناروغۍ اخته کېږي؟

منکی پوکس

د عکس سرچینه، Getty Images

د بیزوګي چیچک ناروغۍ هغه وخت د انسانانو ترمنځ خورېږي چې له ناروغ کس سره له نژدې په تماس کې شي.

دا وېروس د ټپ، خولې، پوزې، سترګې او تنفس له لارې د روغ انسان بدن ته ننوځي. په مستقیم ډول جنسي اړیکو پر مهال هم لېږدېږي.

انسانان هغه وخت په دې وېروس اخته کېږي چې له ناروغ حیوان سره نژدې شي او تماس ورسره ولري.

دا څومره خطرناک دی؟

د بیزوګي چیچک ناروغۍ زیاته خطرناکه نه ده لکه چیچک کله لکه په څو اونیو کې ښه کېږي.

منکي پاکس یا د بیزوګي چیچک عموماً له ۱۴ تر ۲۱ ورځو پورې دوام کولی شي.

پر دې ټولو سربېره، کله کله دا ناروغي سخت حالت ته اوړي او په لوېدیځه افریقا کې د ناروغ د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

درملنه یې څه ده؟

منکی پوکس

د عکس سرچینه، Spl

د بیزوګي چیچک هېڅ درملنه نه لري.

دا ناروغۍ یوازې د خپرېدو مخنیو له لارې کنټرولېدلی شي.

د چیچک واکسین د بیزوګي چیچک لپاره ۸۵ سلنه ګټور دی او همدارنګه د یادې ناروغۍ درمل هم ګټور تمامېدی شي.

دا چې خلک باید اندېښمن وي او که نه؟ اړونده پوهان وايي، د خپرېدو خطر یې کم دی او د ملي یا نړیوالې وبا ګواښ یې ډېر نه شته دی.