د بریتانیا روغتیايي چارواکي: پر بیزوګي چیچک اخته کېدو خطر سره مخ کسان باید ۲۱ ورځې قرنطین شي

بیزوګي چیچک

د عکس سرچینه، Science Photo Library

د بریتانیا د روغتیايي خوندیتوب ادارې ویلي، هغه کسان چې د بیزوګي چیچک ناروغۍ باندې د اختو کېدو خطر یې لوړ وي، باید ۲۱ ورځې قرنطين شي. دې ادارې د بیزوګي چیچک د مخنیوي لپاره په نوي لارښود کې ویلي، دا چاره به پر هغو کسانو پلې کېږي چې پر دې ناورغۍ اخته کس سره نژدې پاتې شوی وي.

له داسې کسانو همدا راز غوښتل شوي چې د اړتیا پر مهال دې په دې اړه له چارواکو سره مالومات شریک کړي او له میندواره ښځو، تر ۱۲ کلنۍ ټيټو ماشومانو او له هغو کسانو دې لرې ګرځي چې د بدن ایميني یا د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې سیسټم یې کمزوری وي.

بریتانیا داسې مهال د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوی لارښود اعلانوي چې د روغتیا نړېوال سازمان ویلي، د بیزوګي چیچک او کورونا نړۍ له وېروونکي ګواښ سره مخ کړې ده

د روغتیا نړېوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریاسوس نړۍ ته خبردارۍ ورکړی چې د کووېډ-۱۹، د اوکرايين جګړې او د بیزوګي چیچک په څېر له څو وېروونکو ګواښونو سره مخ شوې ده.

ښاغلي ګبریاسوس دا څرګندونې په جینوا کې د روغتیا نړېوال سازمان په هغه کنفرانس کې کړې دي چې متخصصان او کارپوهان د بیزوګي چیچک د خپرېدو د مخنیوي په اړه سلا مشورو ته سره ورټول شوي دي.

تر دې دمه په افریقا، اروپا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او اسراییلو کې د بیزوګي چیچک اتیا پېښې ثبت شوې دي.

بیزوګي چیچک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کله چې تبه پیل شي، د پوستکي رنګ سور اوړي او دانې پرې راخېژي. ډیری وختونه د مخ څخه پیل کیږي او بیا د بدن نورو برخو ته خپریږي. د پوستکي دا سوروالی یا ټناکې کېدل د سخت خارښ لامل کېږي او دا حالت څو پړاوونه لري. ان تر دې چې چې پوستکی وچېږي تویېږي.

دا هغه وېروس دی چې د افریقا د لویديځ او مرکز په لرو پرتو سیمو کې خپور شو او داسې ناروغي ده چې په اسانه له یوه بل انسان ته نه لېږدي او سپکه یا ضعیفه ده.

د روغتیا نړېوال سازمان وايي، په بریتانیا کې پر دې وېروس اخته شوي ډیری ناروغان په څو اوونیو کې بېرته روغ رمټ شوي دي.

بیلژيک لومړنی هېواد و چې تېره جمعه یې پر دې ناروغۍ اخته کسان ته د دریو اوونیو قرنطين اعلان کړ.

د ګارډين ورځپاڼې د خبر له مخې، تمه ده په بریتانیا کې پر بیزوګي چیچک د اخته کسانو تازه شمېرې نن [دوشنبه] په ډاګه شي.

د روغتیا نړېوال سازمان مشر د روغتیا نړېوالې ټولنې په پرانستغونډه کې وویل، "یوازېنۍ وبا [کوېډ] نه ده چې زموږ نړۍ ورسره مخ ده. زه په داسې حال کې تاسې ته خبرې کوم چې زموږ همکاران د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو لکه کنګو ډيموکراتیک کې د اېبولا خپرېدو سره مبارزه کوي او د بیزوګي چیچک مخنیوي او د زیړي ځينو نا پېژندل شویو لاملونو باندې لګیا دي".

ښاغلي‌ ګبریاسوس په نړۍ کې روانو کړکېچونو ته په اشاره افغانستان هم پخپلو خبرو کې یاد کړ او ویلي یې دي چې، "په افغانستان کې بشردوستانه ناورین سختۍ یوې خوا، ایتوپيا، سومالیا، جنوبي سوډان، جمهوري عربي سوریه او اوکرايين او یمن هم له کړکېچونو سره مخ دي چې زموږ همکاران د مبارزې لپاره هلته لګیا دي".

د روغتیا نړېوال سازمان دغه مشر همدا راز ویلي چې د دې ټولو تر څنګ نړۍ له وچکالۍ، لوږې، جګړې، د اقلیم بدلون او ژوپولیټيکي سیالیو سره مخ ده.

د بیزوګي چیچک ناروغي به هم د کورونا وبا غوندې په ټوله نړۍ کې خپره شي او ټوله دنیا به کوربندیز ته اړ کړي او که څنګه؟

د بي بي سي د روغتیايي علومو برخې خبریال جیمز ګالاګر یې په ځواب کې وايي، "دا بله کورونا نه ده چې په دویمه ورځ یې د مخینوي لپاره هر ځای قرنطين شي خو اوسني وضعیت ته په کتو، دا د بیزوګي چیچک په بې ساري ډول خپرېدل شيي چې متخصصان یې حیران کړي دي او وېروس هره شېبه خپل ډول بدلوي".

دی په ټینګار سره وايي، "که څه هم دا کومه بله کووېډ نه ده خو د مخنیوي لپاره یې باید ګامونه واخلو. دا داسې یو څه دي چې باید د خپرېدو مخه یې ونیول شي".