"د بیزوګي چیچک ناروغان دې له کورنیو حیواناتو ځان لیرې وساتي"

پيشو

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا روغتیايي خوندیتوب ادارې د سپارښتنو له مخې، د منکي پاکس یا بیزوګي چیچک ناروغان باید تر ۲۱ ورځو له خپلو کورنیو حیواناتو سره له نژدېوالي ډډه وکړي.

تر اوسه په ټوله نړۍ کې د بیزوګي چیچک ۱۰۶ پېښې تایید شوې دي.

سارايي موږک، همسټر او نور داړونکي حیوانات تر ډېره په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو د نورو حیواناتو منځ کې یې خپرولی شي.

حکومتي سرچینې وايي، دوی "د کورنیو حیواناتو منځ کې دا ناروغي کمه لیدلې ده او خطر یې ډېر کم دی".

د واریک پوهنتون د وېروس پوهنې کارپوه پروفیسر لورانس یونګ وايي: "څه چې موږ اندېښمنوي دا دي چې دا وېروس کورنیو حیواناتو ته هم لېږدي او هر ځای پکې خپرېږي، که موږ ځیرک ونه اوسو نو ښايي راتلونکې کې به د انسانانو ترمنځ دا وېروس خپور کړو".

د بریتانیا د روغتیايي خوندیتوب ادارې سپارښتنې ټینګار کوي چې د ګیني خنځیر او موږ کانو نه باید ځانونه لیرې وساتل شي او په هغو کورونو کې تر ۲۱ ورځو ونه ساتل شي، چې د بیزوګي چیچک ناروغان پکې دي.

دوی وايي، چې دغه حیوانات باید معاینه کړل شي چې د بیزوګي چیچک خو به نه لري.

په بریتانیا کې د هغو کورونو شمېر شاوخوا دوه میلیونه دی چې کورني حیوانات ساتي.‌

له څښتنو سره د کورنیو حیواناتو د نه نژدې کېدو سپارښتنه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له څښتنو سره د کورنیو حیواناتو د نه نژدې کېدو سپارښتنه شوې

د روغتیايي سپارښتنو له مخې، که په کور کې کوم روغ یا بل څوک موجود وي، نو په بیزوګي چیچک اخته کس باید کورنیو حیواناتو ته خواړه چمتو نه کړي.

په انګلستان کې د حیواناتو اړوندې مشرې ډاکټرې کریسټین میډلمیس ویلي "په بریتانیا کې د کورنیو حیواناتو ترمنځ د بیزوګي چیچک کومه پېښه لا نه ده ثبت شوې او خطر یې کم دی، وضعیت به له نژدې څارو او په نړۍ کې به له اړوندو چارواکو سره د بیزوګي چیچک خپرېدو د خطر کابو کولو کې مرسته وکړو".