تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې د قول اردو مشر په ګډون شپږ پوځي افسران وژل شوي
د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر 'ای اېس پي ار' مسوولین وايي، د هغې چورلکې پاتې شوني موندل شوي چې پرون د بلوچستان ایالت په لسبیله سیمه کې غورځېدلې وه. پاکستاني چارواکي وايي، په دې پېښه کې د کويټې کور کمانډر 'قول اردو' مشر ډګر جنرال سرفراز علي په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
پاکستاني پوځي چارواکي وايي، د چورلکې پاتې شوني د بلوچستان په وندر سیمه کې موندل شوې دي. د چارواکو په وینا پېښه په سیمه کې د خراب موسم له کبله شوې ده او د کويټې کور کمانډر په ګډون د پاکستان ساحلونو ساتونکي ځواک مشر تورن جنرال امجد حنیف ستي، او د انجینرۍ لوا محمد خالد په ګډون پیلوټ او یو بل پوځي افسر هم وژل شوي دي.
د دوشنبې پر شپه پاکستاني پوځي چارواکو ویلي و، چې له اوتهل سیمې ساحلي ښار ته پر لار چورلکه بې درکه شوې ده. له هغه وروسته د چورلکې لټون پیل شو او د سې شنبې پر سهار په دې لټون کې چورلکې هم شاملې شوې.
د پاکستان پوځي چارواکي وايي، دا چورلکه د بلوچستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې په عملیاتو کې شامله وه. د یادونې ده، چې د بلو چستان لسبیله سیمه په دا وروستیو کې سختو سیلابونو زیانمنه کړې ده.
په سیمه کې د سیلابونو اوبه د ډنډونو په بڼه ولاړې دي او زرګونه کسان پکې ایسار پاتې دي، چې د پاکستان ځمکني، سمندري پوځ او ملېشه ځواک کسان یې د ایستلو په مرستندویه چارو بوخت دي.
د لسبیېلې ځايي چارواکي وايي، ډګر جنرال سرفراز علي خپله د دوشنبې پر شپه د مرستندویه چارو معاینې لپاره سیمې ته تللی و، چې د سپرلۍ چورلکه یې د پېښې ښکار شوه.
د غورځېدلې چورلکې په هکله ویل کېږي، چې ایکریل ډوله ده، چې کوچنۍ عصري چورلکې دي. له دې مخکې د پاکستان یوه ورته چورلکه په سیاچن غرنۍ سیمه کې هم غورځېدلې وه. په هغه پېښه کې د پاکستان دوه پوځي افسران او یو سرتېری وژل شوي وو.