تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې د پاکستان پوځ چورلکه لادرکه شوې؛ د کوټې کور کمانډر په ګډون مهم کسان پکې سپاره وو
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) تائيد کړې چې بلوچستان کې د پوځ يوه چورلکه چې مهم پوځيان په کې سپاره وو لادرکه شوې ده.
د پاکستان پوځ وايي په دغه چورلکه کې د ۱۲ قول اردو د قومندان په ګډون شپږ تنه سپاره وو چې اوس يې د پلټنې عمليات روان دي.
ويل کېږي د کوټې کور کمانډر بلوچستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې له چارو کتنه کوله چې کراچۍ ته د بېرته ستنېدو پر مهال لادرکه شوه.
د بلوچستان ایالت په ګڼو سیمو کې د تېرو څو ورځو بارانونو او ورپسې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۱۳۶ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.
د ایالتي چارواکو په وینا یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان وژل شوي او ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د بلوچستان اعلی وزير مير عبدالقدوس بزنجو له چارواکو او پوليسو غوښتي چې د ژغورنې عمليات کې پوره مرسته وکړي.
د بلوچستان د پوليسو مشر پرويز عمراني ويلي، د پوليسو ټيمونه د چورلکې د موندلو هڅې کوي خو وايي چورلکه په غرنۍ سيمه کې لادرکه شوې چې د لټون بهير یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
عمراني وايي، له تېرو پنځو ساعتونو راهيسې د پوليسو او پوځ له خوا د ژروغونې ګډ عمليات روان دي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف پر ټوېټر پاڼه د پوځي چورلکې د لادرکه کېدو له امله خواشيني څرګنده کړې ده.