روسیې سره له تړون وروسته د اوکرایین له بندره د غلو دانو لومړۍ بېړۍ روانه شوه

د عکس سرچینه، Alexander Kubrakov
روسیې سره د یوه مهم تړون له مخې د غلو لومړۍ کښتۍ ته د اوکرایین له بندره د وتلو اجازه ورکړل شوې.
ترکي او اوکراییني چارواکو ویلي، بېړۍ پر ځايي وخت د دوشنبې په سهار وختي د اودیسا له سویلي بندره وتلې ده.
روسیې د فبرورۍ راهیسې د اوکرایین بندرونه تړلي دي خو دواړو غاړو د یوه تړون له مخې د بار وړلو بهیر پر بیا پیل سره هوکړه شوې دي.
تمه کېږي دا تړون به نړۍ کې د خوړو رامنځته شوی کړکېچ کم او د غلو بیه به راټیټه کړي.
په یوه اعلامیه کې چې د کښتۍ له روانېدو مخکې خپره شوې ترکیې حکومت ویلي، د سیرالیون بیرغ لرونکې کښتۍ به لبنان کې ودرېږي.
دغه هېواد همدا راز زیاته کړې، په پام کې ده چې راتلونکې اوونیو کې کښتۍ له دغه هېواده نور بار هم ولېږدوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
استانبول کې د همغږۍ ګډ دفتر چې د دغې تړون له مخې جوړ شوی ویلي، کښتۍ کې شاوخوا ۲۶۰۰۰ ټنه جوار لېږدوي چې ټاکل شوې د اګسټ په ۲یمه د بررسۍ لپاره د ترکیې تر اوبو ورسېږي.
د اوکرایین د زیربناوو وزیر الکساندر کوباکوف پر فیسبوک پاڼه لیکلي:
"نن اوکرایین له خپلو شریکانو سره يو ځای د نړۍ د لوږې د مخنیوي لپاره یو بل ګام پورته کوي."
نوموړي دا هم لیکلي چې:" د بندرونو خلاصول اقتصاد ته لږ تر لږه ۱ میلیارد ډالر بهرني عواید راټولوي او د دې فرصت برابروي چې کرنیز سکتور کې د راتلونکي کال لپاره چمتووالی ونیول شي.
تر ډېره روسیه او اوکرایین د غلو دانو صادروونکي هېوادونه دي، چې په صادراتو کې ستونزې رامنځ کېدو او د اوکرایین او روسیې جګړې په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له اوکرایینه د غلو لېږد بهیر داسې مهال بېرته پېلېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ لا هم جګړه روانه ده.
اوکرایین وايي د دغه هېواد اودېسه ښار ته ورڅېرمه پر سوېلي میکولایف ښار وړمه شپه د روسیې "پراخه" بمباري روانه وه. میکولایف د اوکرایین مهم بندري ښار دی.
اوکراییني چارواکو میکولایف ښار د روسيې درنو بمباریو کې د اوکرایین تر ټولو شتمن سړي او د هغه د مېرمنې د وژل کېدو خبر هم ورکړی.
ورته وخت کې د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د دغه هېواد ختیځ کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ډونېڅک سیمې ټولو ملکي خلکو ته د وتلو امر کړی دی.
نوموړي ویلي هلته ښايي د روسي او اوکراییني ځواکونو ترمنځ جګړه سخته شي.









