روسیې سره له تړون وروسته د اوکرایین له بندره د غلو دانو لومړۍ بېړۍ روانه شوه

روسیې سره د یوه مهم تړون له مخې د غلو لومړۍ کښتۍ ته د اوکرایین له بندره د وتلو اجازه ورکړل شوې.

ترکي او اوکراییني چارواکو ویلي، بېړۍ پر ځايي وخت د دوشنبې په سهار وختي د اودیسا له سویلي بندره وتلې ده.

روسیې د فبرورۍ راهیسې د اوکرایین بندرونه تړلي دي خو دواړو غاړو د یوه تړون له مخې د بار وړلو بهیر پر بیا پیل سره هوکړه شوې دي.

تمه کېږي دا تړون به نړۍ کې د خوړو رامنځته شوی کړکېچ کم او د غلو بیه به راټیټه کړي.

په یوه اعلامیه کې چې د کښتۍ له روانېدو مخکې خپره شوې ترکیې حکومت ویلي، د سیرالیون بیرغ لرونکې کښتۍ به لبنان کې ودرېږي.

دغه هېواد همدا راز زیاته کړې، په پام کې ده چې راتلونکې اوونیو کې کښتۍ له دغه هېواده نور بار هم ولېږدوي.

استانبول کې د همغږۍ ګډ دفتر چې د دغې تړون له مخې جوړ شوی ویلي، کښتۍ کې شاوخوا ۲۶۰۰۰ ټنه جوار لېږدوي چې ټاکل شوې د اګسټ په ۲یمه د بررسۍ لپاره د ترکیې تر اوبو ورسېږي.

د اوکرایین د زیربناوو وزیر الکساندر کوباکوف پر فیسبوک پاڼه لیکلي:

"نن اوکرایین له خپلو شریکانو سره يو ځای د نړۍ د لوږې د مخنیوي لپاره یو بل ګام پورته کوي."

نوموړي دا هم لیکلي چې:" د بندرونو خلاصول اقتصاد ته لږ تر لږه ۱ میلیارد ډالر بهرني عواید راټولوي او د دې فرصت برابروي چې کرنیز سکتور کې د راتلونکي کال لپاره چمتووالی ونیول شي.

تر ډېره روسیه او اوکرایین د غلو دانو صادروونکي هېوادونه دي، چې په صادراتو کې ستونزې رامنځ کېدو او د اوکرایین او روسیې جګړې په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.

له اوکرایینه د غلو لېږد بهیر داسې مهال بېرته پېلېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ لا هم جګړه روانه ده.

اوکرایین وايي د دغه هېواد اودېسه ښار ته ورڅېرمه پر سوېلي میکولایف ښار وړمه شپه د روسیې "پراخه" بمباري روانه وه. میکولایف د اوکرایین مهم بندري ښار دی.

اوکراییني چارواکو میکولایف ښار د روسيې درنو بمباریو کې د اوکرایین تر ټولو شتمن سړي او د هغه د مېرمنې د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

ورته وخت کې د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي‌ د دغه هېواد ختیځ کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ډونېڅک سیمې ټولو ملکي خلکو ته د وتلو امر کړی دی.

نوموړي ویلي هلته ښايي‌ د روسي او اوکراییني ځواکونو ترمنځ جګړه سخته شي.‌