تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: روسیه غواړي د اوکرایین ځینې سیمې خپلې خاورې سره یو ځای کړي
امریکایي چارواکي وايي مسکو غواړي د کریمیا لوبه تکرار او د اوکرایین نورې سیمې هم خپلې خاورې سره یو ځای کړي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي د دوی استخباراتي مالومات ښيي چې روسیې وار له مخه په خپله خاوره پورې د دغو سیمو تړلو لپاره ځینې عملي کارونه هم کړي دي.
هغه وویل چې کېدای شي د اوکرایین اشغال شویو سیمو کې تر سپتمبر پورې روسیې سره د یو ځای کېدو له "شرمه ډکه" ټولپوښتنه ترسره شي.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکرایین کریمیا ټاپو وزمه هم تر نیولو او د همداسې یوې ټولپوښتنې وروسته خپلې خاورې پورې وتړله.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وویل "غواړو دا د امریکا خلکو ته روښانه کړو. هېڅوک پرې نه تېروځي. [د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین] د ۲۰۱۴ کال لوبه تکراروي."
هغه روسیه تورنه کړه چې ګوندې پر خپله خاوره د اوکرایین د نیول شویو سیمو ورګډولو ته د لار هوارولو په موخه دغو سیمو کې د چارو پرمخ وړلو لپاره په ناقانونه توګه روسي پلوه چارواکي ګوماري.
ښاغلی کربي وايي روسیه به د دې ټولپوښتنې پایله "خپلې خاورې پورې د اوکرایین د خپلواک قلمرو د تړلو د ادعا لپاره وکاروي."
مسکو د اوکرایین لاندې کړو سیمو کې خپل اړوند سیمه ییز او ځايي چارواکي ګومارلي دي.
نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۴ کال روسیې لخوا خپلې خاورې سره د کریمیا د تړلو لپاره ترسره کړې ټولپوښتنه غیر قانوني بللې او د هغې پایله یې په رسمیت نه ده پېژندلې.
د اوکرایین ګڼو ملاتړو دې ټولپوښتنه کې برخه وانخیسته او کمپاین یې هم خپلواک او عادلانه نه و.
که د اوکرایین نورو برخو کې هم دا ډول رایه اخیستل کېږي، نو وضعیت به کریمیا ته ورته او که څوک روسیې سره د یو ځای کېدو مخالفت کوي، نو هغه به ځپل کېږي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي د روسیې پلانونه اوس ځکه برملا کوي چې نړۍ پوه شي چې د روسیې لخوا به خپلې خاورې سره د اوکراییني سیمو تړل "له وړاندې پلان شوي، غیر قانوني او نامشروع" وي.
هغه دا ژمنه هم وکړه چې امریکا او متحدان به یې دا ډول احتمالي ګام ته چټک ځواب ووايي.
ښاغلي کربي ویلي هغه سیمې چې د روسیې پر خاوره ورګډېدو لپاره پام کې نیول شوي، خېرسون، زاپوريژژیه، ډونېڅک او لوهانسک پکې شاملېږي.
مسکو تر اوسه د امریکا د ملي امنیت شورا د ویاند دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.