د ایران مذهبي مشر پوتین سره لیدنه کې پر اوکرایین د نوموړي د یرغل ابتکار ستایلی

د ایران مذهبي مشر 'ایت الله علي خامنه يي‌" د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کې ناټو "خطرناک موجود" بللی او ښاغلي پوتین ته یې ویلي که دی پر اوکرایین برید کې لومړی شوی نه وای نو مقابل لوري د عمل ابتکار لاس کې اخیست او د جګړې لامل ګرځېد.

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو چې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره تهران ته تللي، د ایران له مذهبي مشر سره هم لیدلي.

دا د ایت الله علي خامنه يي‌ او ولادیمیر پوتین ترمنځ پنځمه پلا لیدنه وه.

په تصویرونو کې لیدل کېږي چې د ایران مذهبي مشر د روسیې ولسمشر ته تود هرکلی ویلی.

ښاغلي‌ خامنه یي پوتین سره لیدنه کې پر دغو هېوادونو د لویدیځ لخوا لګول شویو بندیزونو ته په اشارې اوږدمهاله خپلمنځي همکاري اړینه بللې او ویلي یې دي‌ چې د دوی ترمنځ د تېلو او ګازو تړونونه باید تر پایه تعقیب او عملي شي.‌

ښاغلي خامنه يي همدا راز د امریکا لخوا "زور غږول او چل ول" د پخواني شوروي اتحاد د ماتېدو لامل وباله او د ښاغلي پوتین د واکمنۍ په ستایلو سره یې وویل چې روسیې د هغه په دوره کې خپله خپلواکي ساتلې ده.

هغه پوتین سره مخکنیو لیدنو کې هم نوموړی د "پیاوړي شخصیت، پرېکړې او عمل" سړی بللی دی.

د ایران مذهبي مشر په ضمني ډول پر اوکرایین د روسیې د یرغل په تاییدولو سره ویلي "که د ناټو پر مخ لاره پرانیستې وي نو خپل حد او پوله نه پېژني، او که اوکرایین کې یې مخه نه وای نیول شوې، څه وخت وروسته یې همدا جګړه د کریمیا په پلمه پیلوله."

روسیې په ۲۰۱۴ کال د اوکرایین کریمیا ټاپو وزمه لاندې او په خپله خاوره پورې وتړله.

اردوغان سره لیدنه

د ایران مذهبي مشر له ولادیمیر پوتین وړاندې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم لیدلي او د سوریې شمال کې یې د ترکیې د احتمالي پوځي عملیاتو مخالفت کړی و.

ښاغلي خامنه یې د ترکیې ولسمشر ته ویلي چې د سوریې پر شمال به یې برید سوریې، ترکیې او ټولې سیمې ته د زیانونو لامل وګرځي.

انقرې په دې وروستیو کې ویلي چې ښايي د سوریې شمالي سیمو کې د کرد وسله والو خلاف چې خپل امنیت ته یې خطر ګڼي، عملیات وکړي.

اوس خامنه یي د ترکیې ولسمشر ته ویلي چې دوی ورسره د ترهګرو خلاف مبارزه کې همکار دي، خو پر سوریې برید به یې د ترهګرو په ګټه تمام شي.