اوکرايين جګړه کې انساني زيان

د اوکرایین جګړه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو خونړۍ هغه ده.

د اوکرایین د وژل شویو پوځیانو شمېر که څه هم ډېر حساس مالومات دي خو چارواکي یې وايي هره ورځ تر سلو ډېر اوکرایني پوځیان وژل کېږي، داسې حال کې چې ګومان کېږي، د روسي اړخ د وژل شوو سرتېرو شمېر ښايي د پام وړ لوړ وي.

نژدې ۵۰۰۰ ملکي کسان هم په دغه جګړه کې وژل شوي دي. له دونباس سیمې د بي بي سي دې رپوټ کې د دغې جګړې انساني او رواني زیان ته کتنه شوې.