تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا تاریخ کې ګرمه ورځ؛ اسپانيا، کرويشيا او يونان کې اورونه لګېدلي
په بریتانیا کې نن دوشنبه د ریکارډ په کچه تر ټولو ګرمه ورځ ده او د تودوخې درجه پکې ۴۱ درجو ته رسېدلې ده. د اروپا په نورو برخو کې هم د ګرمۍ څپه خوره ده او وژونکي ځنګلیز اورونه یې پیدا کړي دي.
د بریتانیا د هوا د اټکل ادارې د هېواد په ډېری برخو کې په سور رنګ د تودوخې خبرداری ورکړی. د تودوخې دا څپه به له یورک او مانچسټر نه پیل تر لندن او د هېواد تر سوېل ختیځ پورې ورسېږي.
انګلنډ او ټول وېلز، او د سکاټلنډ ځینې برخې د تودوخې په ژیړ رنګ کې راځي.
بل پلو د اسپانيا، کرويشيا او يونان په ګډون د مديترانې په هېوادونو کې ځنګليز اورونه په زياتېدو دي. د فرانسې جنوب کې له ۱۶ زره ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اسپانيا په جنوب کې له ۳۲۰۰ ډېر خلک له سيمې وتلي دي.
په پورتګال کې بيا اور لګېدنه کابو شوې خو حکومت يې وايي په تېره يوه اوونۍ کې ۶۵۹ تنه چې زيات يې د ډېر عمر خلک دي د تودوخې له امله مړي شوي.
د یکشنبې ورځ د انګلنډ په ټولو برخو او وېلز کې د تودوخې درجه ۳۰ وه.
کله چې د دوشنبې په ورځ د تودوخې درجه ۴۱ ته ورسېږي، دا به بریتانیا کې د ریکارډ کچې ګرمي وي.
د بریتانیا د تودوخې اوسنۍ ریکارډ کچه په ۲۰۱۹ کال د کامبرېچ د ښار له تودوخې سره برابره ده، کله چې هلته د تودوخې درجه ۳۸٫۷ درجې ته وختله.
د یکشنبې په ورځ د تودوخې له کبله پر سمندرغاړو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې وه، خلک په څو میله واټن کې د سمندر غاړو ته ولاړل.
د بریتانیا حکومت وايي، د تودوخې اوسنۍ درجې سره یې دوی د ملي بېړني عمومي وضعیت اعلانولو ته اړ شوي دي.
دوی خلک هڅوي چې احتیاط وکړي او د ځان یخولو لپاره له اوبو نه ځانونه لیرې وساتي.
د شنبې په ورخ په سلفورډ کویز کې یو زلمی د لامبو له کبله مړ شوی دی، او په ویسټ یورکشایر کې یو سړی بیا اوبو ته تر ننوتلو وروسته تری تم شوی دی.
د اوبو شرکتونو خبرداری ورکړی چې ځینې کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخامخېدونکې دي، ځکه چې د اوبو رسولو تقاضا ډېره شوې ده.
د بریتانیا حکومت له خلکو سره د مرستې چارې ډېرې کړې دي.
په لندن کې د اورګاډي پټلیو او ترانسپورټ اړوندې شبکې ویلي خلک دې له اړتیا پرته د دوشنبې او سې شنبې په ورځو ډېر سفرونه نه کوي.
له خلکو غوښتل شوي له هغو کمزورو خپلوانو او ګاونډیانو سره مرسته وکړي چې له ګرمې ځورېږي.
د بریتانیا حکومت د شنبې په ورځ له ګرمې سره د مبارزې لپاره یوه بېړنۍ ناسته هم کړې وه. کارګر ګوند نیوکه وکړه چې دې بېړنۍ غونډې ته لومړی وزیر ولې ورنغی.
د راتلونکې اونۍ پیل کې به ځینې ښوونځي رخصت شي او په روغتونونو کې به هم له ډاکټرانو سره ځینې لیدنې او ازموینې لغوه شي.
اټکل دی چې د سې شنبې په ورځ به هم د تودوخې درجه ۴۰ وي.
د هوا پېژندنې کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د تودوخې دا لړۍ ښايي نوره هم وغځېږي.
د اتلسمې پېړۍ له دویمې نیمايي راپدخېوا په ټوله نړۍ کې د تودوخې درجه نژدې ۱٫۱ سلنه لوړه شوې ده، او که حکومتونه لاس په کار نه شي، نو ښايي نوره هم لوړه شي.