تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تودوخې څپه؛ پر بدن یې اغېز څه دی او کومو کسانو ته ډېره خطرناکه ده؟
د انګلستان په ګډون ګڼو نورو هېوادونو کې د تودوخې درجه مخ په لوړېدو ده.
دغه هېواد کې خبرداری ورکړل شوی چې تودوخه به راتلونکې ورځو کې ۳۰ درجې سانتي ګراد ته لوړه شي.
دلته هغه مواردو ته اشاره شوې، چې تاسو د تودوخې د ګرمې څپې راتګ پر مهال کوم ټکي په پام کې ونیسئ او څنګه یې له ګواښونو ځان خوندي وساتئ.
سخته تودوخه زموږ پر بدن څه اغېز کوي؟
کله چې مو د بدن تودوخه لوړه شي د وینې رګونه خلاصېږي او دا د دې لامل کېږي چې د وینې فشار ښکته شي او زړه اړباسي چې بدن ته د وینې رسولو لپاره سخت کار وکړي.
په ګرمه هوا کې بدن خوله زیاته کوي او زیات مایعات له لاسه ورکوي.
ګنګسیت، سردردي، ځان درد، ستړیا هغه نښې دي چې یو شمېر خلکو کې د هوا د ګرمېدو پر مهال راښکاره کېږي.
که په دغسې شرایطو کې د وینې فشار ډېر ټیټ شي د زړه د حملې خطر هم ورسره لوړېږي.
ولې زموږ بدن دا ډول غبرګون ښیي؟
زموږ بدن که واوره وي او که سخته ګرمي هڅه کوي خپله تودوخه چې ۳۷،۵ درجې ده ثابته وساتي.
دا هغه تودوخه ده چې زموږ بدن ورسره وده کړې خو د هوا له ګرمېدو سره بدن باید سخت کار وکړي چې خپله اصلي تودوخه ټیټه وساتي.
پوټکي سره نژدې د وینې رګونه خلاصوي چې د بدن شاوخوا تودوخه له لاسه ورکړي نو ځکه بدن په خولو بهولو پیل کوي، دغه حالت که ډېر دوام وکړي د لومړنیو نښو وروسته آن د انسان د مړینې لامل ګېږي.
که څوک په سخته تودوخه کې خپل توزان له لاسه ورکړي باید څه ورسره وکړو؟
که څوک مو ولیدل چې د سختې تودوخې له امله یې روغتیايي وضعیت ښه نه وو او تر نیم ساعته بېرته ښه شول نو ستونزه ډېره جدي نه ده خو که دا حالت یې وغځېد باید ژر تر ژره یې ساړه ځای ته کړئ، او پښې يې پورته کړئ.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې زیاتې تودوخې ځپلي کس ته باید ډېرې اوبه ورکړئ، لاسونه او مخ ته یې سړې اوبه واچوئ او د غاړې شاوخوا ته یې یخې اوبه واچوئ یا پرې یخ او په اوبو لوند شوی ټوکر وموښئ.
د تودوخې څپه کومو کسانو ته ډېره خطرناکه ده ؟
زیات عمر او د زړه ناروغي هغه شرایط دي چې د تودوخې درجې لوړوالي پر وړاندې د انسان د بدن مقاومت کچه راټیټوي.
د شکرې ناروغي هم د دې لامل کېږي چې بدن اوبه زیاتې ضایع کړي او انسان ته د زیاتې ستړیا او ګنګسیت احساس پیدا کړي.
ماشومانو او هغه کسانو ته هم د تودوخي د څپې د لاوړېدو پر مهال ګواښ زیات دی چې د اپارتمان په اخري پوړ کې اوسېږي.
د تودوخې لوړه څپه د یو شمېر کسانو د مړینې لامل هم ګرځي.
انګلستان کې هر کال لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان د تودوخې درجې د لوړېدو له امله مغزي سکته کوي او یا یې زړه درېږي او مري.
کله چې د تودوخې درجه له ۲۵ او ۲۶ سانتي ګراد لوړه شي د مړینې کچه هم ورسره لوړېږي.