''په پاکستان کې ژوندي خلک د اور لمبو کې اوسېږي''

په پاکستان کې د هوا تودوخې یوه زوروره څپه د دغه هېواد په ځینو سیمو کې بې ساري ده. د دغه هېواد هوا پېژندنې ادارې مشر غلام رسول، په وینا د بلوچستان تربت کې د تودوخې درجه ۵۴ درجو ته رسېدلې، چې د نوموړي په وینا پخوا یې په ټول هېواد کې ساري نه ویني.

د نوموړي په خبره له دې مخکې د سند ایالت موهنجو دړو سیمه کې ۲۰۱۰ کال کې د تودوخې درجه ۵۳ اعشاریه درې ته رسېدلې وه.

بل لور ته د پلازمېنې اسلام اباد تر ټولو لوی دولتي روغتون (پمز) مرستیال مشر ډاکټر جاوید اکرم له پاکستانیانو غوښتي، چې د ګرمۍ ډېرېدو له کبله د روژې میاشت کې احتیاطي تدبیرونه وکړي او د ټکنده غرمې پر مهال سرتور و نه ګرځي.

بل لور ته د روژې میاشتې اوږدو کې د برېښنا پرچاوۍ خلاف د پاکستان یو شمېر اوسېدونکو احتجاجي غونډې کړې.

د تربت مرستیال ښاروال نثار احمد بي بي سي ته ویلي، دغه ښار کې د سختې ګرمۍ او د برېښنا اوږد مهاله پرچاوۍ له کبله د ښار اوسېدونکي 'په ژوندیني د اور لمبو کې اوسي. '

د هوا پېژندنې ادارې مشر غلام رسول ویلي، زېری دا دی، چې د سې شنبې په شپه به د هوا تودوخې دغه څپه کمزوري شي.

نوموړی وايي، د هېواد شمالي سیمو کې به د لوېدیځ له لوري بادونه وچلېږي، چې له کبله به یې خیبر پښتونخوا او پنجاب کې وریځې رامنځته شي او تر ۴۸ ساعتونو پورې به دغه څپه پر ځای وي.

نوموړی وايي د دغو بادونو له کبله به سند او بلوچستان کې هم د هوا تودوخه کمه شي.