تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د نړۍ لومړنی لوبغالی چې ایر کنډېشن لري
په قطر کې د ۲۰۲۲ کال فیفا نړیوال جام سمبالګر وايي، چې په دغه هېواد کې یې د نړیوال جام لومړنی لوبغالی (خلیفه نړیوال سټیډیم) جوړ کړی دی.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حما الثاني د امیر جام له پایلوبې مخکې دا لوبغالی رسماً پرانیست.
د امیر جام پایلوبه د ریان او سعد لوبډلو ترمنځ وه او سعد وګټله. دا سیالي ۴۰ زره کسانو ولیدله.
نړیوال جام ته تیاری نیوونکي وايي، دا لوبغالی پر ۱۹۷۶ کال د خلیج جام لپاره جوړ شوی و. وروسته پر ۲۰۰۶ کال د اسیايي لوبو ډګر و.
اوس دا لوبغالی یو مخ بدل شوی. د تودوخې درجې د کمولو لپاره پکې ټیکنالوجي کارول شوې، چې تودوخه به ۲۰ سانتي ګراد درجې ساتي. د سټېنډ تودوخه به هم ۲۳ سانتي ګراد درجې ساتي.
دا لوبغالی په قطر کې د فیفا نړیوال جام لومړنی سټیډیم دی چې د روښانولو لپاره به یې لارښودې رڼاګانې یا لېډ لایټس کارېږي.
فیفا نړیوال جام د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۲۱ د ډیسمبر تر ۱۸ کېږي.