د فرانسې د 'قیمتي وینې' اثر له غلا کېدو وروسته موندل شوی

کاتولیک کلیسا تېره میاشت هغه وخت ټکان وخوړ چې د فرانسې په شمال کې یو سینګار شوی د سرو زرو لرغونی اثر چې ویل کېږي د عیسی (ع) د وینې څاڅکی پکې دی د نوي کال له مراسمو مخکې غلا شو.

شاوخوا ۱۰۰۰ کاله کېږي چې عبادت کوونکي د "مسیح قیمتي وینې" د عبادت لپاره نورمانډي ته ځي.

شپږ اوونۍ وروسته یوه هالنډي هنرمن د دې اثر د بېرته سپارلو لار روښانه کړه چې څنګه بېرته وموندل شو.

آرتو برانډ وايي، دا اثر به پولیسو ته ورکړي چې بېرته یې کلیسا ته وسپاري.

نوموړي بي بي سي ته ویلي: "اووه یا اته سلنه غلا شوي هنري آثار بېرته راوړل کېږي نوره ډېره برخه یې ورکېږي، زما په اند غل په دې نه دی پوه شوی چې دا څه دي."

دا اثر د تېرې جون میاشتې په لومړۍ نېټه د شپې ناوخته د لي هاور بندر په شمال ختیځ کې له کلیسا غلا شوی دی.

داسې انګېرل کېږي چې غل یوه شپه په ودانۍ کې هم بند پاتې شوی ځکه چې په هغه شپه امنیت و او د غلا کېدو فرصت یې نه دی برابر شوی.

د دې اثر ترڅنګ سربي څراغونه او د عبادت ځینې لوښي هم غلا شوي دي.

ښاغلی برانډ چې د غلا شویو هنري آثارو د بېرته موندلو په برخه کې پر خپلو فعالیتونو شهرت لري روښانه کړه چې څنګه یوه کس د ایمېل له لارې ورسره اړیکه کې شو او دا یې بربنډه کړه چې دا آثار د غل د یوه ملګري په کور کې خوندي کړل شوي دي.

ملګري یې غلا شوي آثار له پېژندلو وروسته هغه کس ته وسپارل چې هالنډي هنري کارخونې ته یې ایمیل کړی و.

برانډ دا هم ویلي چې هغه کس ته ویل شوي چې اثار یې د دروازې مخې ته کېږدي چې دوی یې ترلاسه کړي، ځکه چې لاس په لاس یې سپارلو کې د نیول کېدو خطر موجود و.

بارنډ وایي: "څو ورځې وروسته ماښام په ۱۰:۳۰ بجو د دروازې زنګ ووهل شو، ما له خپل بالکون بهر کتل، په تیاره کې مې یو بکس ولید، له زینو ښکته شوم ډارېدم چې اوس بکس څوک وانخلي، ورغلم، شاوخوا مې وکتل څوک نه و."

نوموړی وايي آثار به بېرته پولیسو ته وسپاري چې کلیسا ته یې یوسي.