پاریس ته څېرمه له دوو قطري ښځو ۵ میلیون یورو غلا شوي

د فرانسې پلازمېنې پاریس په شمالي برخه کې پر یوې چټکې لارې دوو مخ پټو کسانو دوې قطري مېرمنې او د هغوی موټرچلوونکی لوټلي او د ۵ میلیون یورو په ارزښت څیزونه یې ترې وړې دي.

پولیس وايي، دواړې ښځې خویندې دي، چې له لو بورجېه هوايي ډ؛ره په بنټلي ډوله موټر کې د دوشنبې په ماخوستن تر وتلو وروسته تعقیب کړل شوې دي.

مخ پټو غلو پر دغو ښځو اوښلن ګاز شیندلی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د پولیسو له خولې ویلي "په موټر کې ټول ګاڼه، جامې او نور بکسونه غلو ورسره وړي دي".

دوه کاله وړاندې هم د سعودي یو شهزاده په همدې سیمه کې لوټل شوی و.

د فرانسې بي ایف ام ټي وي تلوېزیون ته سرچینې ویلي، د قطري ښځو لېږدوونکی موټر یوه تمځي ته څېرمه درولو ته اړایستل شوی.

هلته غالباً غله لوکس موټر په نښه کوي او کله چې دوی چټکو لارو ته ورسم کړي، په لوټلو یې لاس پورې کوي.

غله هلته په شتمنو بهرنیانو پسې هم وي او د لوټلو لپاره یې موقع ګوري.

د تېر کال اپرېل میاشت کې، د کوریا د یوه پوهنتون د نژدې څلورو میلیونو یورو په ارزښت ډالۍ او ګاڼه وروسته تر هغه ولوټل شول، چې درو کسانو د یوه کرايي موټر ښیښې ماتې کړې.

د ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کې، وسله والو د سعودي شهزاده د موټر پر کاروان برید وکړ او ۲۵۰ زره یورو یې ترې غلا کړل.

سعودي شهزاده لو بورجېه هوايي ډګر ته د موټرو د کاروان په سر کې روان وو.

د فرانسې حکومت د روانې میاشتې په سر کې د سیاحت د تمویل اضافه کولو اعلان وکړ او په هغو سیمو ک یې د اضافي کامرو لګولو ژمنه وکړه چې تر ډېره له پلازمېنې نه بهرنیان د ورتګ پرمهال لوټل کېږي.