ولې اوس تر بل هر وخت ډېر خلک تر سل کلنۍ ژوند کوي؟

سل کلن کسان

د عکس سرچینه، Getty Images

له ۱۹۹۹۰ کال راهیسې د هغو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی چې عمرونه یې سل کاله دي، وړاندوینه شوې چې د پېړۍ تر پایه به دا شمېر له یو میلیون واوړي.

د کونسیکاو جوزفا ماریا خپلوان وايي، پوهېدل چې هر څه سم نه دي روان، کله چې هغې د سګرټو څښول بند کړل.

دا هر څه هغه مهال وشول چې یو پخواني تقاعد شوي برازیلي کارمند د خپلې ۱۲۰ کلنۍ کالیزه هم مهاله لمانځله.

د جوزفا لور سیسر وايي:"مور مې ټول عمر سګرټ څښولي، موږ ډېره هڅه وکړه چې هغه له دې عادته راوګرځوو خو هغې یې تل په څښولو ټینګار کاو."

د نوموړې خپلوان اوس وايي، جوزفا د تېرو کالونو پرتله ډېره کمزورې ښکاري، کله چې هغه د یوه سیمه ییز ټلویزیون له خوا د "نړۍ تر ټولو زیات عمره ښځې"په نامه اعلان شوه، هغه مهال ډېر مشهوره شوه.

Josefa Maria's da Conceicao in bed holding a blanket

د جوزفا د تذکرې له مخې نوموړې د ۱۹۰۲ کال په فیبرورۍ کې نړۍ ته راغلې، خو له بده مرغه هغه هڅې یې بریالۍ نه شوې چې د ګینس ریکارډونو کتاب کېځان ثبت کړي.

اوس دا نوم د یوې زیات عمره ژوندۍ فرانسوۍ ښځې په نامه ثبت دی چې ۱۱۸ کلنه ده.

په سړیو کې دا نوم وینزویلایی سړي جان ویسینتا مورا خپل کړی چې ۱۱۳ کلن دی.

Josefa Maria da Conceicao being fed by her 76-year-old-daughter Cicera
د عکس تشریح، د برازیل د کرنې پخوانۍ کارکوونکې جوزفا ماریا دا کونسیکاو، چې وايي هغه ۱۲۰ کلنه ده، په دې وروستیو کې یې سګرېټ څښل بند کړي دي.

ډېر ژر به د ۱۰۰ کلنو خلکو شمېر له یومیلیون واوړي

د ملګرو ملتونو د وګړو شمېرنې برخې د اټکل له مخې۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په کچه د سل کلنو خلکو شمېرلږ تر لږ ۶۲۱۰۰۰ وو. تمه کېږي د پېړۍ تر پایه دا شمېر له یو میلیون واوړي.

په ۱۹۹۰ کال کې یوازې ۹۲۰۰۰ کسانو په دغه عمر کې ژوند کاوه چې ان په هغه وخت کې دا شمېر هم کمنه وو.

۱۹۶۰ لومړنی کال دی چې ملګرو ملتونو د نړۍ دخلکو د عمر د شمېرو پر خوندیتوب پیل وکړ، هغه کسچې په دې کال زېږېدلی و تمه کېده چې ۵۲ کاله ژوند وکړي.

سل کلن کسان

نو ځکه خو ویلی شو چې تر سل کلنۍ رسېدل وړه خبره نه ده. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ۲۰۲۱کال کې هغه کسان چې سل کاله عمر کوي، شمېر یې د نړۍ د نفوس یوازې ۰،۰۰۸ سلنه وو.

اوس تمه نه کېږي، له موږ نه ډېر خلک دې د نړۍ په کچه ۷۰ کلنۍ ته زړه ښه کړي، ځکه چې په منځنۍ کچه د انسان د ژوندي پاتې کېدو هیله تر ۷۳ کلنۍ ده.

د انسان عمر په بېلابېلو هیوادونو کې هم توپیر لري، د مثال په ډول جاپان کې یو کس ۸۵ کاله عمر کوي،داسې حال کې چې د مرکزې افریقا یو کس به ۵۴کاله ژوندی وي.

French nun Sister Andre in a wheelchair

د عکس سرچینه، Getty Images

ډېر کسان چې زاړه او عمر یې پوخ شي په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

د بریتانیا په برمنګهم پوهنتون کې د بیولوژي پروفیسر جینټ لارډ وايي، "ډېر ژوند له ښه ژوند سره برابر نه دی."

نوموړی وايي" په منځنۍ کچه سړي د خپل عمر وروستی ۱۶ کلونه د شکرې ناروغۍ نیولې تر د عقل د کار پرېښودو پورې په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي. په ښځو کې بیا دا شمېر د عمر وروستي ۱۹ کاله دي."

سل کلنۍ ته د رسېدو راز څه دی؟

سل کلن کسان

له سل کلنۍ اوښتل سخت دي، امریکا کې د بوستون پوهنتون له خوا یوې اوږدې څېړنې له مخې اټکل کړی چې په هرو ۵ میلیونه امریکايي کې یو کس "له سل کلنۍ اوړي" لږ تر لږه ۱۱۰ کاله ژوند کوي.

په داسې حال کې چې څېړونکو ۲۰۱۰ کال کې شاوخوا ۶۰ یا ۷۰ کسان په دغې ډله کې شمېرلي و او دا شمېر بیا په ۲۰۱۷ کال کې ۱۵۰ ته لوړ شو.

هغه کسان له ۱۰۰ کلنۍ اوړي چې د نورو پرتله ښه روغتیا لري لکه د جوزفا ماریا په څېر چې د کورنۍ په وینا یې، دوامداره درمل نه خوري، سره غوښه اوخواږه خوري.

هغه څه چې خورا جالب دي او متخصصین یې هم حیران کړي دا دي چې دغو کسان کې چې عمر یې۱۰۰ کلونو اوښتی ډېریو یې خپلې روغتیا ساتلو لپاره یې هڅه نه ده کړې.

لکه مخکې مو چې یادونه وکړه چې ډېر عمر یې سګرټ څښولي او د برازیل په ختیځه برخه کې په یوه فقیره او محرومه سیمه کې اوسېدله.

An elderly man sitting on a hospital bed

د عکس سرچینه، Getty Images

له هر څه زیات جالب بیا دا چې یوه څېړنه چې ۲۰۱۱کال کې د امریکا د زړو خلکو د انجمن له خوا خپره شوه پکې ویل شوي و چې له دغو کسانو ډېرو یې بد عادتونه زیات لرل.

دغه څېړنه په ۴۰۰ یهودي امریکايی و شوې وه چې عمرونه یې ۹۵ یا له هغې پورته و.

تقریبا ۶۰ سلنه یې پر سګړټو شدید روږدي و نیم یېد خپل عمر ل اندازې زیات چاغ و او یوازې ۳ سلنه یې سبزي خواره وو.

او یو بل څه چې په دې څېړنه کې راغلي و دا و چې له دغو خلکو ډیرو یې ورزش هم نه کوو.

A collage of a woman at a younger and older age

د عکس سرچینه، Getty Images

بریتانیا برایټن پوهنتون کې د بیولوژي پروفیسرریچارد فراګر وايي:"هغه څه چې اړتیا لرو هغه کسانو ته یې ووایو چې غواړي‌ اوږد عمر ولري دا دي چې د هغو کسانو د ژوند بڼه مه تعقیبوئ چې سل کلن یا له سلو کلونو اوښتي."

نوموړی زیاتوي:"د دوی تر منځ یوه استنثا موجوده ده ځکه دا کسان هغه څه ترسره کوي چې موږ یې مخالف یو چې چا سره دې د عمر په اوږدولو کې مرسته وکړي."

جنیتیکي پوښ

Jeanne Calmet being fed cake on her 122nd birthday in 1997

د عکس سرچینه، Getty Images

د ساینسن پوهانو په باور جنیتیک د عمر په اوږدوالي کې مهم رول لوبوي.

داسې ښکاري چې سل کلن یا له سلو کلونو پورته عمر کسان کولی شي ځانونه له خطرونو خوندي وساتي داسې حال کې چې د وخت په تېرېدو ورته خطرونه ځوان کهول اغېزمنوي.

دوی په دې هم توانېدلي چې له غیر صحي عادتونو سره مقابله وکړي داسې حال کې چې هغه عادتونه ښايي موږ تر مرګه ورسوي.

د لارډ او فراګر په څېر متخصصین هڅه کوي هغه شکمنې ګټې وپېژني چې دومره هم واضح نه دي لکه څومره چې یې په اړه فکر کېږي.

تر ټولو زیات عمره کسان چې تر دې دمه ثبتشوي

تر اوسه هغه کس چې د زیات عمر لرونکي کس په توګه ثبت شوی،فرانسس جین کالېمت دی چې ۱۹۹۷ کالکې په ۱۲۲ کلنۍ کې ومړ، نوموړی داسې کس دی چې له ۱۲۰کلونو زیات ژوند یې کړی.

د مایکل پیرس آماردان په نامه یو څېړونکی واي:" موږباور لرو چې تر ۲۱۰۰ کال پورې به دا ریکارډ و کس مات کړي، شونې ده چې یو څوک تر ۱۲۶، ۱۲۸ اوان تر ۱۳۰ کلنۍ ژوند وکړي."

دوی دې پایلې ته رسېدلي چې تقریبا ۱۰۰ سلنه دا شونتیا شته چې یو څوک دې د کالمېټ ریکارډ‌ مات کړي او ۶۸ سلنه د دې احتمال شته چې یو کس دې خپله ۱۲۷ کلني ونمانځي.

د زړښت درک کول

An illustration showing the stages of ageing in a human male

د عکس سرچینه، Getty Images

په هر حال ډېرې پوښتنې شته چې ساینس پوهان یېلا هم ځواب موندلو ته اړتیا لري چې په اړه یې بشپړ معلومات ترلاسه کړي.

د ډاکټر ریچارډ سیو په څېر نور متخصصین په دې باور دي چې نړۍ کې د انسانانو د ژوند کیفیت د عمر په زیاتېدو کې مهم رول لري.

سیو وايي:"دلته تر ټولو لویه پوښتنه دا نه ده چې څومره ژوند کولی شو، بلکه دا ده چې څنګه کولی شو زیات عمر سره تړلی زوال راکم کړو او زیات عمر کې نسبتا روغ پاتې شو. په دې ترتیب که په پوره اندازه نېکمرغه اوسو چې د زړښت تر عمره ورسېږو کولی شو له هغې عمره خوند واخلو نه دا چې وځورېږو."

د (اینټرنېشنل هېلپ اېج) په نامه یو سازمان چې په ټوله نړۍ کې د زړو خلکو ملاتړ کوي وايي ددې فسلفې له مخې زیات عمر لرونکو کسان باید خپل عمر ته د یو فرصت په سترګه وګوري نه د یوه بار او پیټيپه سترګه.

د دغې سازمان ویاند ادواردو کلین استدلال کوي چې:

"دا باور سم نه دی چې زړښت ته د ستونزې په سترګه وکتل شی، داسې زاړه خلک شته چې ښه روغتیا لري، او ټولنې ته لویه انرژي وکوي."

له دې ډلې دویمه ملکه الیزابېت چې تقریبا په ۹۶ کلنۍ کې د بریتانیا ملکه ده.

بریتانیا کې ۲۰۲۰ کال کې د ۱۰۰ کلنو خلکو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی او دا لړې لا هم روانه ده.