تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین: لا مو پر اوکرایین په جدي توګه برید پیل کړی نه دی
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د دغه هېواد د پارلمان لوړ پوړو غړو ته مسکو کې وویل، تر اوسه پر اوکرايین په جدي توګه بريد نه دی پيل شوی.
همدارنګه ښاغلي پوتین ویلي، که لویدېځ جرائت لري، روسیې ته دې د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي.
د پوتین دا خبرې وروسته له هغه را پورته شوې چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د بریتانې لومړي وزیر بوریس جانسن ته ټیلیفون وکړ او د هغه د استعفا په اړه یې 'خواشیني' څرګنده کړه.
د اوکرایین ولسمشر په تلیفوني خبرو کې جانسن ته ویلي: ''نه یوازې زه، بلکې د اوکرایین ټوله ټولنه چې خواخوږي مو ده د رغنده رول له کبله '' له اوکرایین سره د ملاتړ له کبله مننه کوي.
د یادونې ده، چې د اوکرایین کړکېچ له پیل راهیسې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن او ولودیمر زېلینسکي تر منځ اړیکي خورا تاوده وو.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ د بوریس جانسن استعفا په اړه ویلي، چې د روسي یرغل پر وړاندې یې له اوکرایین سره د خپل هېواد له لوري برالا ملاتړ کاوه.
د ولسمشر پوتین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي و، ''د ښاغلي جانسن رښتیا هم موږ خوښ نه وو او زموږ دی خوښ نه و. ''
له دې ټولو څرګندونو وروسته د روسیې ولسمشر یو ځل بیا ادعا کړې، چې څومره جګړه اوږدېږي، هغومره به د اوکرایین لپاره د سولې خبرې ستونزمنې وي.
د اوکرایین حکومت د ولادمیر پوتین خبرې رد کړې او وايي، دا خبرې یوازې په کور دننه روسیه کې د اوریدونکو لپاره دي.
روسیې د لوهانسک ګاونډي کې د وروستي ښار له نیولو وروسته اوس خپل پام دونېڅک ته اړولی دی.
د لوهانسک ګاونډ کې دغه سیمه دونباس نومېږي چې صنعتي سیمه ده.
دونباس د لوهانسک او ډونېڅک له ځینو برخو جوړه سیمه ده.
خو په سویل کې بیا اوکرایین یو څه پرمختګ کړی دی.
اوکرایین خپل بیرغ یو ځل بیا په سنېک ټاپو کې پورته کړ، دغه سیمه د جګړې په پیل کې روسانو نیولې وه.
روسيي ځواکونه تېره میاشت له دغه ټاپو ووتل.