تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړه، څارنوالان د جنګي جرمونو ۲۱ زره ادعاوې څېړي
اوکرایين وايي، د روسيې د يرغل له پيل راهيسې تر اوسه د څه باندې ۲۱ زره جنګي جرمونو او تېريو پېښې څېړي.
څارنوالې ایرینا ویندیکتووا بي بي سي ته وویل، هره ورځ د جنګي جرمونو له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې راپورونه ترلاسه کوي.
اغلې ویندیکتووا وايي، ډېرې محاکمې به د تورنو کسانو په غیاب کې وشي، خو ټینګار یې وکړ چې د څېړنو او محاکمو دوام د "عدالت غوښتنه" ده.
روسیه چې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکرایین یرغل وکړ، د جنګي جرمونو دا ټول تورونه ردوي.
اغلې ویندیکتووا خبرداری ورکړ ، هغه روسيي سرتېري چې ملکي وګړي وژني، ربړوي یې یا جنسي تېري پرې کوي "باید پوه شي چې دا د وخت مجبوري ده، خو دوی ټول به محاکمې ته راښکل کېږي".
نوموړې وايي، ټیم یې د اوکرایین په ټولو سیمو کې کار کوي، خو ځینو خلکو او سیمو ته لاسرسی ګران دی او زیاتوي، چې له همدې کبله یې بریالۍ نه شوه چې ټولې قضیې "په سمه او ګټوره توګه" وڅېړي.
دا په ښکاره د اوکرایین هغو سیمو ته اشاره ده، چې د روسیې پوځیانو نیولې دي.
په تېره مې میاشت کې اغلې ویندیکتووا ویلي وو، شاوخوا ۶۰۰ مشکوک کسان لا دمخه پېژندل شوي او د دوی له ډلې د ۸۰ تنو محاکمه پیل شوې ده.
جګړن روسيي عسکر چې په اوکرایین کې محاکمه شو، سارجنټ وادیم شیشیمارین دی چې په مې میاشت کې د یوه ملکي وګړي د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو.
اوکرایین وايي، پلازمېنې کییف ته څېرمه په بوچا، بورودیانکا او نورو ښارونو کې یې څو ډله ییز قبرونه موندلي دا سیمې د لنډې مودې لپاره د روسیې ځواکونو نیولې وې.
د جرمونو نړیواله محکمه
د جرمونو نړیوالې محکمې اوکرایین د "جرم صحنې" په توګه یاد کړی او د څېړونکو ترټولو لوی ټیم یې یاد هېواد ته استولی چې په بېلابېلو برخو کې څېړنې وکړي.
مسکو په وار وار د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي.
د اوکرایین پوځ ویلي، چې روسي پوځیانو د ختیځ دونېڅک په سیمه کې د برید لپاره تیاری نیولی او پر څو ښارونو یې بریدونه کړي دي.
روسیې د روانې اونۍ په پای کې لوهانسک نژدې ټوله سیمه ونیوله، چې د دونباس پراخې سیمې د نیولو د هڅو یوه برخه ده.
د اوکرایین پوځ په خپل تازه رپوت کې ویلي، چې ځواکونه یې تر سخت فشار لاندې دي خو د روسیې د ځواکونو مخه یې تر اوسه نیولې ده.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وویل: "زموږ د لوېدیځو ملګرو توپخانو په خورا ځواکمن ډول کار پیل کړی، د یرغلګرو تلفات به نور هم زیات شي".