تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړه ؛ د روسیې توغندیز برید ۱۹ تنه وژلي
د اوکرایین چارواکي وايي، د هېواد په جنوبي اودیسا سیمه کې د روسیې توغندیز بریدونو د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي دي.د یاد هېواد د بېړنیو چوپړونو مرکز وايي،نږدې ټول قربانیان د سیروفاکا د کلي په یوه نهه پوړیزه ودانۍ کې وو چې توغندی ولګېد.
همدارنګه کلي کې د یوه بل برید له کبله د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
روسیې په تېرو څو ورځو کې د اوکرایین پر ښارونو لسګونه توغندي توغولي دي.
روسیې د جمعې په ورځ بیا دا خبره رد کړه چې ولسي ځایونه په نښه کوي.
اوکرایین هغه انځورونه خپاره کړي چې اور وژونکي ویجاړه شوې نهه پوړیزه ودانۍ کې ژوندي پاتې شوي کسان لټوي.
دغو انځورونو کې داسې یو څه هم ښکاري لکه په بوجویو کې چې د وژل شویو کسانو جسدونه وي.
د اوکرایین د بېړنیو چوپړونو مرکز(DSNS) وايي، د روسیې په بریدونو کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۳۸ کسان ټپیان شوي دي.
د اودیسا په سیمه کې د دي اس ان اس ویاندې، مارینا مارتینینکو اوکراییني تلویزیون ته وویل چې د ودانۍ بهرنی دیوال زیانمن شوی او د برید وروسته یوه هټۍ سوځیدلی خو اور وژونکو وروسته اور مړ کړی.
هغې وویل، اوس مهال ۶۰ تنه ژغورونکي په سیمه کې کار کوي.
ویل کېږي چې په ودانۍ کې تر ۱۵۰ ډېر کسان اوسېدل.
د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دفتر مرستیال کریلو تیموشینکو وویل، د رخصتۍ په ځای کې وژل شوی ماشوم یو ۱۲ کلن هلک و.
هغه زياته کړه، چې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه لا هم تر خاورو لاندې دي.
۶۰ کلنه یولیا بوندر په یوه ودانۍ کې اوسېده چې برید ته نژدې ده.
هغې بي بي سي ته وويل: "موږ د درېيو چاودنو غږونه واورېدل او اوس د همدې لګېدلې ودانۍ څخه څه نه دي پاتې.کلی ډیر خاموشه دی، موږ هیڅکله فکر نه کاوه چې دا به پیښ شي."
اغلې بوندر وویل، ودانۍ کې لږ خلک وو ځکه چې خلک د شپې پاتې کیدو ته زړه نه ښه کوي.
اوکرایني چارواکو ویلي، د روسیې جنګي الوتکو درې توغندي د تورې بحیرې پر سر توغولي دي.
د اودیسا د سیمه ییزې ادارې ویاند سري برچوک وویل، ګمان کوي چې د شوروي دورې X-22 توغندي کارول شوی دی.